د هلمند وتلی خبريال ، شاعر او ليکوال عبدالصمد روحاني
د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه او ټول کارکوونکي د خپل همکار عبدالصمد روحاني پر مړينه د غم اوښکي تويوي ، د نوموړي له کورنۍ ، دوستانو او انډيوالانو سره يې په دې لوی غم کي ځانونه شريک ګڼي ، د ارواښاد پاک روح ته د لوی خدای له درباره د مغفرت غوښتنه کوي .
د لراوبر اداره او ټول همکاران په يوه ږغ له افغان دولت ، طالبانو او بي بي سي له ادارې غواړي چي د شهيد عبدالصمد روحاني د وژني په اړه دي جدي پلټني وکړي ، قاتلين پيدا او ددې ناروا او ناځوانمردانه عمل سزا ورکړي تر څو زموږ د هيواد ژورناليستان په اغېزمنه توګه د خپل ولس او هيواد خدمت وکړائ سي .
د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران نه يوازي تر خپله وسه د شهيد روحاني ياد تلپاتي او تازه ساتلو ته ژمن دي بلکي له ټولو ژورناليستانو او مطبوعاتي ادارو ورته تمه لري.
هغو چي روحاني وواژه په حقيقت کي زموږ د قام او ولس سره دښمني لري ، هغوی په دې ډول د ټول ژورناليزم سره خپله دښمني وښوده . موږ د روحاني قاتلينو او هغو ته چي په دې قتل کي يې لاس لاره ، هيڅکله تر دې ګنا نه ورتېرېږو .
روحاني چا وواژه ؟
سرکاره زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه ؟
د آی ايس آی په امر مــړ، که امريکا وواژه ؟
دلته خو ته يې ، طالبان دي، يا انګريز، مافيا
قاتـــل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !
عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي چلوونکی
هالنډ ۲۰۰۸ د جون اتمه
ځوانيمرګ شهيدعبدالصمد روحاني د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۷مه ترې تم او د جون پر ۸مه يې جسد د هلمند د بولان په هديره کي وموندل سو ، نوموړي په غاړه کي د چړې زخم او پر ځيګر د توپنچې ۳ مرمۍ خوړلي وې .
دموضوع اړوند نور سرليکونه :
1. د شهيد عبدالصمد روحاني د هېرېدو هڅه کېږي ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۸د احمدشا پاڅون راپور
2. د هلمند مېرمني او لاسي صنايع – د شهيدعبدالصمد روحاني وروستی ږغيږ راپور
3. د ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني … عكسونه – حکمت سروش
4. لومړۍ او روستۍ ليدنه [احمد شا پاڅون]
5. د شهید عبدالصمد روحاني په ویاړد غونډې پرېکړه لیک
6. د عبدالصمد روحاني ژوند ليک – جلالزی
7. يوۀ بل ريښتياسپړونکي خپل سر وخوړ – بارکوال مياخېل
8. د کورنیو چارو وزارت دعبدالصمد روحاني شهادت دطالبانو کار بللئ – لراوبر
9. د روحاني شهادت افغان ژورناليستانو ته نه جبرانېدوكې ضايع ده ! – عبدالاحمد محمد يار
10. سرکاره ! قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه ! عبدالله احسان
11. دده بي ازاري اوعاجزي به مي له ياده ونه وزي – عزيزالله پوپل – كندهار
12. د جنوبي اسيا د رسنيو د خپلواک کمېسيون مطبوعاتي اعلاميه – حفيظ الله غښتلی
13. روحاني به ويل : زۀ مچ نه شړم ما څوک څه کوي ! – ايمل پسرلی
14. دا ياران لكه ګلونه د بهار دي… – حکمت سروش
15. د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلاميه – عبدالکريم خرم
16. د عبدالصد روحاني د ناځوانمردانه شهادت غندنه کوم ! – هدايت الله هدايت – استريا
17. د سفما د سيميز دفتر خبرتيا [کندهار : دوشنبه ۱۰بجې …] – د سفما سيميز دفتر
18. زما په اند صمد روحاني د طالبانو په مینځ کښي د … – بسمل – جرمني
19. د صمد روحاني سره مو ستونزه نه درلوده – طالبان
20. د روحاني شهادت، د قلم ماتول – رحيم ګل څاروان
21. روحاني ! یاد دي تلپاتي ،ځای دي جنتونه !!! – خالق رشيد
22. دده هڅي اوريښتونى كاربه تل دواقيعي ژورناليزم يوسرمشق وي – زابليان
23. A tribute to Abdul Samad Rohani – bbcnews.com
24. د ګلاب قتل (مرثيه) – محمد نعمان دوست – کابل
25. د ګلاب قتل ( مرثيه) د احمد شاه پاڅون په ږغ کي
26. ( پنجشنبه له اوريدونکو سره ) شهيد روحاني ته ځانګړی پروګرام بي بي سي ۱۲ جون ۲۰۰۸
27. اوومه سټوډيو – شهيد روحانی ته ځانګړی بي بي سي ۱۳- جون – ۲۰۰۸
28. افغان خبريالان څوک ګواښي ؟ د ډاکټر عبدالغفور سعيد ليکنه
29. روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې _ محمدحسن حقيار
30. د خبريال روحاني وژنه او د ژورنالستانو انديښنې احمد فرزان – کندهار
31. ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني ته زرلښته حفيظ – کاناډا
32. شهيد روحاني ته ډالۍ _ پوهاند دوکتور زيار
33. The government is not paying attention to case of Rohani حنان حبيبزی
34. دخبريالانو په ضد پلان شوى تشدد روان دى ۵۰مه ورځ جلال مېړنی
35. دهلمندوالي:پلټني رواني دي خو، لا بشپړي شوي نه دي د ازادۍ راډيو راپور
36. روحاني د لښکرګاه یوه مړه خاطره ؟! ميرويس جلالزی
37. د ارواښاد روحاني په اړه د پيغامونو ټولګه بېلابېل