په فراه کې هوايي بمباریو ۱۶ طالبان وژلي.

رحيم ګل څاروان | جون 8th, 2008


په هرات کې د ۲۰۷ قول اردو چارواکي ادعا کوي چې د ملي اردو د عملیاتو او دایساف ځواکونو په هوايي بمباريو کې چې دفراه په ولایت کې یې درلودل ، ۱۶ طالبان وژلي ددغې قول اردو قومندان غلام فاروق نعیمي رسنیو ته ویلي چې چې دوی د طالبانو یو سیمیز قومندان ملا عبدالخالق هم وژلی پیښه د فراه ولایت د ګلستان په ولسوالۍ کې پيښه شوې ، لومړی طالبانو غوښتل چې په ملي اردو او ناټو ځواکونو برید وکړې ولې له برید وروسته په طالبانو هوايي بمباري وشوه او له امله یې دا مرګ ژوبله رامخ ته شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024