زابل په ښار کی سوالګر زیات شوی دی
جاويد احمد تنوير
په افغانستان کی ورسته ترهغه خلک دسوال فقر او غربت سره مخ شوه چی په کور دننه خپل منځي جګړي پیل شوی هرڅه له مینځه لاړل او خلک له لوست څخه بی برخي پاته شول ، دغه جګړي تر یوي سیمي مهدودي پاته نشوي او ټولو ولایتونو ته وغزیدي خلک په زرګونه مړه شول ګونډي او یتمان یی اوس هم پاته دی چی له امله یی دهیواد په فقر کی زیاتوالي راوستي ، په زابل کی هم زرګونه داسی ګورني شته چی دکورني دمسؤلیت څوک نه لري او اړ دي چی په ښار کی دخلکو څخه دسوال په نامه څه راټول کړي ، دغه سوال ګر وایی کاروبار نشته چی له امله یی دغه کار ته مخه کړي ده ، یوشمیر سوالګر وایی په کورکی کوچني ماشومان ور له غاړي دی چی دساتلو څوک نه لري
سمیز چارواکی هم دزابل دسوالګرو خبري نه ردوي او وایی چی دهغوی لپاره باید دولت یوه داسی پروسه پرلاره واچوي چی له مخی یی هغوی پر کار ودریږي ، دکار او ټولنیزو چارو رئیس محمد رسول عزیز وایی که څه هم دوی دګڼ شمیر اوزګارو کسانو لپاره بیلابل پروګرامونه پرلاره اچولي خو دغه پروګرامونه ددي جوګه نشی کیدلای چی ټول اوزګارو خلکو ته دی پکی کار پیدا شی ، کلیپ
دسوال ګرودګراف زیاتوالي پداسی حال کی داندیښنی وړبلل کیږي چی پدغه ولایت کی اکثره سوال ګر دپیسو نه پیدا کولو په صورت کی غلاوو او نورو دتاوتریخوالي پیښو ته مخه کوي ، یوشمیر کسان وایی ددا ډول سوالګرولپاره باید دکار لاره حواره شی ترڅو هغوي پر کار او دبی ځایه پیښوڅخه خلک خوندي وساتل شی