سرحدي پوليسو دډیورنډ سره پر پوله باندي ځانمرګى بريد کوونکى وواژه

جان محمد مهربان | نوومبر 5th, 2013


دکندهار ولایت مقام په خپره سوې خبرپاڼه کښي لیکل سوي دي چي افغان سرحدي پوليسونن د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي يو ځانمرګى بريد کوونکى هدف ته له رسېدو مخکي وواژه.
دغه ځانمرګى بريد کوونکى نن ماپښين دوې بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش سيمي په لقمان کلي کي ووژل سو او له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر يې منفجر سو.
ياد سوي ځانمرګي بريد کوونکي ته له ډیورنډ کرښي له ها خوا څخه تر را اوښتو سم دستي وروسته د سرحدي پوليسو لخوا د درېدلو امر وسو، ولي هغه ونه دريدى، چي په پايله کي يې پوليسو ټکان پر وکړ او وئې ووژئ.
د نن ورځي په پېښه کي افغان ملي امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دئ اوښتى.

Copyright Larawbar 2007-2024