کور / ترخې خبري / د هلمند پوهنتون ښوونيز او روزنیز فساد

د هلمند پوهنتون ښوونيز او روزنیز فساد

نړيوالي او کورنۍ رسنۍ په يوه خوله لګيادي چې په تیرو ۱۲ کلونو کې يې په علمي او ښوونیزه برخه کي د پام وړ لاسته رواړنې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې لرلي دي.

سمه ده په لويو ښارونو کې ښوونيز بهیر د پام وړ پرمختګ کړی، او لا هم د اصلاح کيدو او پرمختګ په حال کي دی.

په ليرو پرتو او نا امنه سيمو کې اوس هم ښوونیز بهیر د مختلفو ستونزو له امله ټکنی دی، زموږ ځوان نسل د مختلفو لورو څخه ډول ډول ناخوالي په علمي ډګر کي وليدلی، ولي هغه دوستان چې د علم او پرمختګ دعوې کوي، په لوی لاس زموږ علمي او ښوونیز بهیر ته خنډونه پيداکوي او د خپلو موقفونو، سیاسي او شخصي ګټو په نظر کي نيولو سره زموږ ځوان نسل ، علمي او ښوونيز بهير ته پام نه کوي.

په لويه کچه فساد او په ځانګړي ډول په لوړو زده کړو ادارو کې زيات رواج وموند، پخوا به ویل کيدل چې ګاونډی هیواد پاکستان په فساد کې ککړ دی،که هر ډول جعلي علمي اسناد سړی وغواړي ترلاسه کولای يې شي، اوسمهال زموږ هیواد افغانستان هم په پراخه پېمانه علمي ککړتيا کې ډوب دی.

ددی له پاره چې موضوع اوږده نه شي، غواړم د هلمند پوهنتون کې ښوونيز او روزنیز فساد او دا ډول په علمي فساد خپله خبره وکړم.

د هرولایت وګړي چې په ولايت کې پوهنتون ولري، طبعي ده چې د ولايت ټول وګړي به خوشاله کيږي، او وياړ به لري چې ددوی ولايت ددي جوګه دی چې هلته په افغانستان کې تر ټولو لوړه علمي اداره پوهنتون ولري.

هلمند يو له ډیرو ناارامه او نسبتا وروسته پاتي ولايتونو څخه دی، چې په ډول ډول نا امنيو او د کوکنارو په کښت کې ځانګړی نوم لري، او ددغه ولايت ليري پرتي سيمي له څو لسیزو له علمي چاپیريال، ښوونځيو او مدرسو څخه خالي ليدل کيږي.

اوس چې د هلمند پوهنتون په لښکرګاه ښار کي عملا فعاليت لري، د هلمند ډیری محصلين خوشاله وو چې نور به خپلو سيمو ته نږدې د لښکرګا ښار کې معياري زده کړي ترلاسه کړي.

کلونه وشول، ولسمشر او څو واليانو دهلمند خلکو ته وعدې ورکړي چې هلمند پوهنتون ته به ښکلي ودانۍ جوړه کړي، ولی اوس داخبره عامه ده چې چارواکي دې ته نه دي خلاص چې عام المنفعه ځايونو ته يې پام شي او وخت ورته ورکړي، هغوی خواران لګيا دی چې خپل جيبونه څه ډو ل، او ژر ډک کړي.

اوسمهال د هلمند پوهنتون د دارلمعلمين ودانۍ چې د کمونسټي رژيم په وخت کې جوړه شوې ، دهغې ودانۍ لومړی پوړ د تدريسي په ډول کاروي، او خپله ځانکړي تدريسي، ليليه او خوړنتون نه لري.

محصلين يې درپه در د ښارپه مختلفو برخو کې اوسي، او ځينو محصلینو د هغوی د شخصي اړيکو پر بناء د پوهني رياست ته جوړه شوې ليلیه د لنډ وخت له پاره ورکول شوې چې برق نه لري،د اوبو سيسټم يې ستونزي لري، او محصلين اړ دي چې د هر اطاق محصلين خپلو ځانو ته خپل ځانګړی ديګ وکړي.

سږ کال د هلمند پوهنتون د سنبلې پر ۱۵مه ورځ پېل شو، د تلې تر مياشتي پوري د ذراعت پوهنځي هيڅ درس نه درلود، هیڅ يو استاد د محصلينو په مخ کې ونه دريدی، محصلينو چې هر څومره چيغي وکړي چايې اواز وانه وريدی.

داچې د ذراعت پوهنځي محصلين نږدې ۱۲۰ تنه په يوه ټولګې کې کښينول کيږي، او دا يو ډير لوی تعداد دی چې په هيڅ ډول د پوهنتون له نورمونو سره برابر نه دی، د دارلمعلمين د ودانۍ په لومړي پوړ کې يو لوی سالون دهمدغه ۱۲۰ محصلينو درس خونه وه، خو د اختر څخه مخکې د دارالمعلمين ادارې له خوا دغه لوی سالون هم د هلمند پوهنتون څخه واخستل شو.

دهلمند پوهنتون د ذراعت محصلين د ټولګي د نه درلودلو له امله د لوی اختر څخه پوره يوه اونۍ مخکې رخصت او کورونو ته واستول شول، همدې ته ښوونيز او د وخت فساد ويل کيږي، لومړی ۱۵ ورځي استادان نه وو، کله چې يو نيم استاد معلوم شو بيا صنف نه وو.

د اختر له رخصتيو وروسته هم د ذراعت پوهنځي درسونه بشپړه يوه اونۍ نه وو، محصلين به د پوهنتون انګړ ته راغلل د استاد انتظار به يې ايست خو استاد به درک نه درلود.

لویه ستونزه داده چې د ذراعت پوهنځي رئيس د پوهنتون سرپرست رئيس هم دی، چې دا خپله په کارونو کې نيمګړتياوي راولي هغه نه شي کولای چې د ذراعت پوهنځي د استادانو ستونزه حل کړي.

د ذراعت پوهنځي يو استاد په يوه ساعت کې ۱۵ پاڼي ډیر په تيزي او سرسري ډول سره ۱۲۰ محصلينو ته په لوی سالون کې وویلې چې هر څوک پوهيږي چې دغه ډول درس نه محصل ته ګټه کوي او نه هم استاد کولای شي چې په يو درسي ساعت کې ۱۵ پاڼي مسلکي چپټر تشريح کړي، دويم ساعت کې محصلين خبر نه وو، ځکه چې استادان په خپل وخت نه راځي، محصلين حاضر نه وو او نوموړي استاد محصلينو ته ویل چې ستاسي د نباتاتو اساسات ۳۰ پاڼي کتاب ويل شوی او ۳۰ پاڼي به زده کوئ، محصلينو وویل چې موږ ته خو يواځی تاسي ۱۵ پاڼي هغه هم په ډیره بیړه ويلي دي، استاد ويل چې زه صنف ته راغلم محصلين نه وو، او په صنف کې مې ۱۵ نوري پاڼي هم ديوالونو ته ويلې دی، مجبور ياست چې زده کوئ به يې.

د کليو پراختيا رياست مشر د ثفافت اسلامي استاد دی، چې د خپل رياست له کارونو څخه نه وی خلاص، د اختر څخه مخکې يوځل د تلې په مياشت کې راغلي وو او ويل يې چې مصروفيتونه مې ډیر دي.

دذراعت پوهنځې د محصلينو له ډیرو هڅو وروسته د شنبې ورځ ( د لړم لسمه ) ټولګي پيداکی او درسونه يې پېل شول، یعنی پنځ ورځي کم دوه مياشتی وروسته يې درسوله پېل شول.

انجنيري پوهنځي فعال رئيس لري، د انجنیري پوهنځي د محصلينو درسونه منظم پر مخ روان وی، استادان يې پر وخت ټولګيو کې ولاړ وي، او محصلين او اداره يې ګرده خوښاله دي.

وترنري پوهنځي تر ذراعت پوهنځي هم په بد حالت کې ده، نه استادان لری او نه هم درس خونې لري، يواځي شپي او ورځي سبا کوي، رئيس يې د ذراعت پوهنځي استاد دی چې د وترنري پوهنځي سره هيڅ ډول علاقه نه لري.

د ښوونې او روزني پوهنځی چې څلور څانګي لري نسبتايې درسونه ښه دي.

داچې د پاچاظاهرخان او ولسمشر داؤد خان په وخت کې هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالي اړوند هزارجفت سيمه کې د ذراعت نوموتي لیسه درلودله، او دهغې ليسې د فارغانو سويه د وروسته وختونو د ذراعت پوهنځي د محصلينو له فارغانو سره برابره وه، دغې ليسې ځکه ډیر پرمختګ کړی وو چې هلمند ذراعتي ولايت دی او د چارواکو له خوا ورته پام کيدی.

د کمونسټانو په وخت کې د هزارجفت د ذراعت ليسه د ناامنيو له امله لښکرګاه ته را انتقال شوه، او پایله داچې هغه ذراعت ليسه د هلمند پوهنتون د ذراعت پوهنځي ته لوړه شوه، ولي داسي ویل کيږی چې دپخوانۍ ذراعت ليسې درسونه تر اوسني ذراعت پوهنځي ښه وو.

هلمند چې په هيواد کې يو له مهمو ذراعتي ولايتونو څخه ګڼل کيږي که د ذراعت پوهنخي ته چارواکي او د لوړو زده کړو مشران پام ونه کړي، ددی امکان شته چې محصلین ناهيلې شي او د مايوسي او درسونو نه ویلو له امله به پوهنځی پريږدي او کوشش به وکړي چې کوم شخصي پوهنتنو کې نوري څانګې غوره کړي.

يوه بله لویه ستونزه چې په تیر سیمیسټر کې پېښه شوه، د انګليسي استاد د تعصب له مخې د يو قوم ۶۵ تنه د ذراعت پوهنځي محصلين ناکام کړي وو، چې دغه ډول تعصبې چلند خامخا د محصلينو پر احساساتو ناوړه اغیز لري.، ستونزې ته د لوړو زده کړو وزارت او ولايتې ادارې هیڅ توجه ونه کړه او نه يې هم ددي پيښې پوښتنه وکړه.

محصلينو ته چې د بدل اعاشيې په نوم د مياشتي اتلس سوه افغانۍ (۱۸۰۰) د لوړو زده کړو وزارت له خوا منل شوې، دتیر کال د يوې مياشتي پيسې يې اوس هم محصلينو ته نه دي ورکول شوي، معمولا ۴ يا ۵ مياشتي وروسته دغه پيسي محصلينو ته ورکول کيږي، چې غريب او د نورو ولايتونو مسافر محصلين له اقتصادي او اعاشي ستونزو سره لاس او ګريوان وي.

وړانديز دادی چې د هلمند پوهنتون د استادانو معاش بايد د درسي ساعت له مخې ورکول شي، تر څو استادان غیرحاضري ونه کړی او د وخت او زده کړې د فساد مخه ونيول شي.