یو افغان شرکت چي له طالبانو سره اړیکه لري د ناټو پوځي اډې ته لاره پیدا کړې

عطاالله محمدي | نوومبر 15th, 2013


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې؛ عنوان دی “یو افغان شرکت چې له طالبانو سره اړیکه لري؛ د ناټو یوې پوځي اډې ته لاره پیدا کړې ده.”

واشنګتن ټایمز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش په حواله لیکلي:

د امریکايي ځواکونو د کمزورو ارتباطاتو او وظیفوي غفلت په نتیجه کې یو افغان شرکت توانیدلی چې؛ په پروان ولایت کې د ناټو په پوځي اده کې توقیف ځای ته لار ومومي.

د ورځپاڼې په وینا، د متحده ایالاتو سوداګرۍ وزارت په ۲۰۱۲ کال کې وویل چې؛ د زرمت شرکت طالبانو ته د سرک د غاړې د ماینونو د موادو په برابرولو کې لاس لري.

واشنګټن ټایمز زیاتوي چې، د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومندې په ۲۰۱۲ کال کې زرمت شرکت ته د امریکا د دفاع د وزارت یا پنتاګون قراردادونه بند کړل.

لاس انجلس ټایمز په افغانستان کې د اپیومو په تولید کې د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو پر راپور مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ راپور ورکړ چې؛ په روان ۲۰۱۳م کال کې په افغانستان کې د اپیومو په تولید کې پنځوس په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

لاس انجلس ټایمز ویلي، یوازې متحده ایالاتو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په پروګرامونو ۶ میلیارده ډالر لګولي دي.

کرسچین ساینس مونیټر ورځپاڼې په افغانستان د کوکنارو د کښت د زیاتوالي موضوع یاده کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د کمولو لپاره چمتوالي نیسي؛ په دې هېواد کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر اوباما له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د ښکیلتیا په اندازه غور کوي؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتوالي به نوموړی اندیښمن کړي.

د مقالې لیکونکی وايي، د دې لپاره چې افغانستان د نړۍ په سلو کې نوي برخه اپیوم تولیدوي د روسيي او ایران په شان هېوادونه چې د نشي موادو زیات معتادین لري؛ دې ته سترګې په لاره دي چې، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې څه پیښیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له نشي موادو سره د مبارزې د چارو مسوول “ولیم براون فیلډ” کرسچین ساینس مونیتر ته ویلي؛ متحده ایالات باید پرینږدي چې، افغانستان په نشه یي موادو متکي یوه دولت باندې بدل شي.

نوموړي ویلي، که چېرته امریکا په افغانستان کې له نه شي موادو سره مبارزه ونه کړي؛ نو هغه چلنجونه به له مینځه لاړ نه شي؛ چې افغانستان ورسره دا مهال مخامخ دی.

Copyright Larawbar 2007-2024