پولیس په غزني کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

رحيم ګل څاروان | جون 10th, 2008


دافغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې خبر ورکړل شوی چې پولیسو د غبرګولي په یوویشتمه نېټه د غزني ولایت د زنه خیلو په سیمه کې دوه وسلوال طالبان دیوه کمین په تر څ کې وژلي، خبرپاڼې دا هم ویلي چې پولیسو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
د خبرپاڼې په لیکنه پولیسو دا ډول د هلمند د ګریشک په ولسوالۍ کې هغه دری تنه ژغورلي چې تیر ماذدیګر یرغمل نیونکو یرغمل کړي وو، دوی دا هم وايي چې له دریو تښتونکو یو یې هم نیولی.

Copyright Larawbar 2007-2024