دزرلشت حفيظ دنورجهان په نوم کتاب تازه له چاپه ووت

د لراوبر اداره | دسمبر 16th, 2013


نورجهان زمونږ دټولنۍ دښځواوانجنودژونددترخوحقايقوهغه هنداره ده چې په دی کتاب کې دځوان نسل دانساني ژونددمينې محبت او ددوستې سپيڅلې صحنې په سترګوکوي کوم چې دټولنۍ دناروا دودونوقربانې شوې ده اوليکوال يې په خاص مهارت دحقايقوپه ټولولوکې زيار ايستلې کله چې داکتاب ماته دلوستلولپاره راکړشوچې وې لولم اوبيا ليکوالې ته خپل نظر ورکړم چې اياداکتاب په دی ارزي چې چاپ شي اوکه څنګه باور وکړئ چې ماته دومره په زړه پورې وچې په پرله پسې لوستلوته مجبوريدم اوتلوسه مې نور هم زياتيدوداځکه چې زما دټولنۍ دخلکو دژوند رياليستکي صحنې په سترګوکول راته په دغه کتاب کې دمينې ،محبت نه نيولې ان له غمه اوترخوحقائيقو څخه ډک واقیعات پکې څرګند شوي دي چې همدا اوس زمونږ ځوانه طبقه دټولنۍ دبی عدالتيوښکاردي .چې روزانه زمونږ په ټولنه کې ډېرې داسې پیښې را منځ ته کیږي چې پائله یې له خفګان، رسوایې او ځینې وخت کې د یو یا څو تنو د مرګ سبب هم ګرځي. چې ډیرې داسې کړنې د اسلامي اوصولو او افغاني دود سره سراسر په ټکر کې دي، خو متاسفانه زمونږ په افغاني ټولنه کې ځینې منفی رواجونو لکه جبري ودونه، ولور، په بدو کې د انجلۍ ورکول او داسې نور ټول هغه څه دي چې نه په اسلام کې کوم جائيز حکم لري، او نه په افغاني دود او دستور کې خو دا چې مونږ ځینې داسې کړنې خپل دستور ګڼو له حقیقت نه لیرې خبره ده ،او دا ټول زمونږ د علم او پوهې د کچې ټیټوالی دی چې له پوره حقائيقو نه بې خبره پاتې یو. زما په نظر دداسې ورته پیښو د مخنیوی لپاره مونږ باید ګړندي ګامونه پورته کړو تر څو د داسې پیښو مخه ډپ شي، که داسې ونه کړونو ښکاره خبره ده چې هم په خدای ته ملامت یو او هم راتلونکي نسل ته داکتاب ضرور ولولئ اوخپل ټولنه کې دانجنو،ښځو٠ اوځوانانود روښان مسقبل اونيکمرغه سباوون لپاره لاره هواره کړئ
دورولی په مينه جاويد سهاک

2013/11/25 انګلستان/ لندن

Copyright Larawbar 2007-2024