کای ایډي: په پاریس غونډه کې دی په یو نوي اقدام کار وشي.
رحيم ګل څاروان
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړي استازي کای ایډی د پاریس کنفرانس له برخوالو غوښتنه کړې چې په یو نوي اقدام دی کار وکړي ترڅو دافغانستان خلکو ته دپرمختګ هڅې دوام وموموي، د یوناما له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې کایي ايډي دغونډې له برخوالو غوښتې چې داسې لاری دی هم ونیول شي چې دنړیوالو مرستو ښه همغږي وشي.
دپاریس غونډه چې دراتلونکې پنجشنبې په ورځ به پیل شي دنړۍ تر اتیاوو زیات هیوادونه او نړیوالې موسسې برخه واخلي.