خوست والي ځوانان دسالمو سياليو له لاري خدمت ته ته راوبلل

د لراوبر اداره | جنوري 31st, 2014


عبدالجبارنعيمي:ځوانان بايد په سالمو سياليو سره ديوې سالمې ټولنې دجوړښت لپاره کار وکړي
دغه ټکى خوست والي عبدالجبارنعيمي په هغه مراسمو کې څرګند کړ چې دجرګو
کور په انګړ کې دخوست ولايت دمرکز او ولسواليو دبېلابېلو فدراسيونونو
دلوبغاړو له لوري دورزشي نمايشاتو دترسره کيدو په خاطر جوړ شوي وو.په
مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ دولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار ،دادارو
رئيسانو او ګڼ شمير ځوانانو حضور درلود.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل ددې ورزشي نمايشاتو څخه موخه داده چې
دخوست ولايت ځوان لوبغاړي ولس ته ديووالي ،سولې ،امن او په ټاکنو کې
دګډون پيغام ورکړي او دخپلو سالمو سياليو له لارې ټولې هغه ناروا کړنې
وغندې چې ديوې سالمې ټولنې دجوړښت اوپرمختګ مخه نيسي.
خوست والي زياتوله هغه ټولنې چې ځوانان يې په سالمو سياليو کې ګډون کوي
،پرمختللې او نيکمرغه بلل کيږي او تل په کې دپرمختګونو او مثبتو بدلونونو
بهيرونه ګړندي وي.
نوموړي داهم وويل چې خوست ولايتي اداره دخپلې تګ لارې په اساس په دې
بريالۍ شوې چې دخوست ولايت دوزرشي امريت په چوکاټ کې دځوانانو دهڅوونې او
بريا لپاره ګڼ شمير ګټورپروګرامونه په لاره واچوي.
عبدالجبارنعيمي له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې تل دخپلو لوبو او سياليو له
لارې په ټولنه کې دټولو ناروا کړنو پرضد مبارزه وکړي او دولسونو په منځ
کې ديووالي ،بشري هوساينې ،روغتيا پالنې اوپرمختګ پيغامونه خپاره کړي.
همداشان يې دخوست ولايت په ټولو ځوانانو غږ وکړ چې په خپلو زده کړو
اولوبو کې لازيات کوښښ وکړي اوددې ترڅڼګ په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون
وکړي ترڅو دهېواد برخليک په ښه توګه تعين او روښانه شي.
وروسته دبېلابېلو ورزشي ډلو له لوري بېلابېل ځانګړي نمايشات ترسره شول چې
دمراسمو دبرخوالو له لوري په خوښيو سره بدرګه شول.
دمراسمو په وروستيو کې دلوبغاړو په استازيتوب محمد يونس اهنګر خوست والي
عبدالجبارنعيمي ته دغوره خدمت او دځوانانو دښې هڅوونې په خاطر دسرو زرو
مډال ډالۍ کړ.

Copyright Larawbar 2007-2024