هلمند:دډلیزو ځانمرګو بریدونو مخنیوئ سوی
په هلمند کي د ډلیزو ځانمرګو بریدونو مخه ونیول سوه
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ادارې د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي ،چي وسلوالو غوښتل په هلمند کي د جمهوری ریاست او ولایتي شورا ګانو پر ټاکنیزو کمپاینونو برید وکړي خو هڅه يې شنډه سوه
سرچینه وايې وسلوالو غوښتل هغه چاودېدوکي توکي چي په موټر،موټرسایکلونو او ریکشاو کي يې ځای پر ځای کړي او په لښکرګاه کي يې د استمعال هڅه کول د ملي امنیت د کارکوونکو لخوا د وسلوالو طالبانو د نوم ول سوي ښاروال عصمت الله سره يوځای د هغه پنځه ملګري ونیول سوه،او د زیاتي مرګ ژوبلي د رامنځ ته کېدو مخه ونیول سوه
د ملي امنیت د خبرپاڼي له مخي نیول سوي وسلوالي ډلي تر دې وړاندي څلور پولیس هم وژلي وه.