اشرف غني وايې کندهاریان يې ارګ ته رسولای سي
د لوي کندهار خلګو په یوه پراخه غونډه کي له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ
ولسمشرۍ چوکي ته کاندید اشرف غني احمدزي نن کندهار ولایت ته راغلي وو او دلته يې د کندهار ،زابل او اروزګان ولایتونو خلګو ته په خبرو وویل چي که لوی کندهار ته سوله راسي نو ټول افغانستان به د سولي کوربه سي
هغه وايې دیني عالمانو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د هغوي په غوښتنه به ټینګ حکومت جوړي
دا چي د حمل ۱۶ د ټولټاکنو ورځي ته لږ وخت پاته دي د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کي هم د کاندیدانو لخوا ټاکنیز کمپاینونو زور اخیستي
د جمعې په ورڅ ولسمشري چوکې ته کاندید اشرف غني احمدزی کندهار ولایت ته راغلي او دلته يې د یوې لوی غونډي پر مهال خپلو پلویانو ته خپله راتلونکې کړنلاره بیان کړه
هغه وايې په هیواد کي تغیر راولي او افغانستان به د یوې ښې راتلوونکي لوري ته بوزی،دی وايې تر ټولو اړینه سوله ده او سوله هغه وخت راتلای سي چي د هیواد جنوبي سیمه کي امنیت تامین کړي
په ورته وخت کي نوموړي وويل چي غواړي په حکومت کي ډېر رول دیني عالمانو ته ورکړي او د هغوي په مشوره یو قوي حکومت جوړ کړي
په ورته وخت کي د ولسی جرګی غړي حمیدزی لالي او دمشرانو جرګې غړي بسم الله افغان مل او قومي مشر حشمت خلیل کرزی د خبرو پر مهال د اشرف غني احمدزي له کړنلاری ملاتړ اعلان کړ او وویل چي په افغانستان کي اوسنۍ وضعه ورته د منلو وړ نده او یوه لوی تغیر غواړي
د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي محمدشفیق ګل اغا شیرزي،سردارمحمد نادر نعیم او زلمي رسول هم کندهار ولایت ته سفرونه کړي وه او دلته يې له خلګو د رایې د ورکړي غوښتنه کړې وه