مشرف رسما په خیانت تورن سو
دپاکستان پخوانۍ ولسمشر مشر پرویز مشرف په خیات تورن سوو
دپاکستان ولسمشر چي په ۲۰۰۷ کال کي يې اساسي قانون ځنډولي و او بیړني حالت يې اعلان کړی وو د یوې ځانګړي محکمې لخوا په رسمي توګه په خیانت تورن سوی دي
مشرف چي دا مهال اویا کلن دي د راولپنډي ښار د یوه پوځي روغتون څخه محکمې ته حاضر سو ،هغه تر دې وړاندي د زړه دناروغي له امله په یاد روغتون کي بستر سوي و
پر مشرف د یادو تورونو د رد تر څنګ وايې چي ۴۴ کاله يې خپل هيواد ته کار کړي
د ښاغلي مشرف مدافع وکیلان وایي وسله والو ډلو یې د موکل د وژلو ګواښ کړی.
که چېرې پر ښاغلي مشرف لګېدلي تورونه ثابت سي، نو ښايي د اعدام او یا عمري بند له سزا سره مخامخ سي.
نوموړي له محکمې غوښتي چي اجازه ورکړي تر څو د مور د ناروغي د پوښتني لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ سي،او هم يې غوښتنه کړې چي د ناروغي د تداوي لپاره دي امریکا متحده ایالاتو ته واستول سي.