کندهار:۲سیمه ایز پولیس وژل سوي
وسلوالو په معروف ولسوالۍ کي پر سیمه ایزو پولیس برید کړي او دوه تنه يې وژلي دي
د کندهار والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دواخان مینه پال وايې دغه برید ددې ولایت په معرف ولسوالۍ د خانکې په سیمه کي نن سهار سوي دئ.
دده په خبره چي د برید پر مهال دوه سیمه ایز پولیس وژل سوي او د هغوي دوه میله کلاشینکوفونه،یو هاوان،او دوه موټر سایکلونه يې وسله والو وړي دي
هغه په برید کي وسلوالو ته د مرګ ژوبلي په اړه ناخبري وښوده
بلخوا د ملي امنیت کارکوونکو دکندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي ۲۰کړي ماینوه کشف کړي دي
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې چاودېدونکي توکي د مېوو په کرېټونو کي پټ کړل سوي وه ،چي د ملي امنیت کارکونکو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نیولي دي
د چارواکو په خبره دغه چاودېدونکي توکي کندهار ته د ټاکنو د ورځي د کډوډولو په موخه راوړل کیدله.