د انتخاباتو د کمیسیون غونډي نوري باید علني و اوسي
عطاالله محمدي
“د انتخاباتو د کمیسیون غونډي نوري باید علني و اوسي”
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ځینو نورو موضوعګانو ترڅنګ د انتخاباتو په اړوندو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، چې د انتخاباتو د کمیسیون غونډې نورې باید علني و اوسي.
د ملي ارمان په سرمقالې کې راغلي، چې د تړلو دروازو تر شا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د پریکړو نیولو خلکو ته پوښتنې پیدا کړي دي.
ورځپاڼې لیکلي که د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونو غونډې د څاروونکو او د رسنیو په موجودیت کې وشي نو د دې کمیسیونونو د کار په اړه ډیر شکونه له منځه ځي او شفافیت رامنځ ته کیږي.
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی: د ولس حماسه څه ډول حماسه پاتې کیدای شي؟
ویسا لیکلي چارواکي، کاندیدان او خلک باید انتخاباتو په اړه مسوولانه چلند وکړي.
په سرمقالې کې راغلي د انتخاباتي کمیسیونونو او یا د کاندیدانو له خوا یو بل هیڅ په هیڅه بدنامول به ناوړه نتایج ولري.
ویسا لیکلي تر اوسه د انتخاباتو د پروسې یوازې یو پړاو ترسره شوی او که خدای مه کړه سر له اوسه قومي او سمتي تعصبونو ته په کې لمن ووهل شي نو په لوی لاس به د ولس له حماسې سره لوبې وشي.
هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ناټو ځواکونو د اډو په شاوخوا کې د ماینونو او چاودیدونکو موادو د موجودیت د ستونزې په اړه لیکلې.
هیواد لیکلي ماین د افغانانو پټ دښمن دی او ناټو باید د خپلو پوځي اډو شاوخوا له ماینونو پاکې کړي.
ورځپاڼې لیکي د جمهور رییس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت په شورا کې هم په دې ستونزې بحثونه شوي او ویل شوي چې ناټو ځواکونه باید د خپلو ځواکونو له ویستلو مخکې خپل خښ کړای شوي ماینونه شنډ کړي.
محور ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي دا چې د ایساف له خوا په معلومو ساحو کې چاودیدونکي مواد ایښودل شوي ، نو دا ځواکونه دې ددې موادو د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات وکړي.
ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې تل ښځې او ماشومان د ماینونو قرباني شوي دي.