په کندهار او هلمند کي بهرنیان زندانونه لري
د ولسمشر لخوا کندهار ته استول سوي پلاوي وايې په کندهار او هلمند کي بهرنیان شخصي زندانونه لری
د ولسمشر حامدکرزی لخوا کندهار ته را استول سوي پلاوي وايې تر څېړونو وروسته يې معلومه کړې چي په کندهار او هلمند ولایتونو کي بهرنیان زندانونه لری
دغه پلاوي چي مشري د ملي دفاع وزارت د نظامي پولیسو قوماندان تورن جنرال غلام فاروق بارکزی کوي څو ورځي وړاندي د ولسمشر کرزی لخوا د ځینو نورو لوړپوړو کسانو سره کندهار ته په نړیوال هوايي ډګر کي دزندان د شتون د څرنګوالي او د بهرنيو ځواکونو له لوري د افغان زندانيانو د دوسيو د څېړنې په موخه رالېږل سوى وه
د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې مشر عبدالشکور دادرس وايې تر پلټنو وروسته يې معلومه کړې چي د افغانستان د قانون او د ولسمشر د ۱۳۹ګڼه فرمان په اساس چي ويلي يې دي بهرنیان په افغانستان کي زندان نسي درلودلای او نه هم بندیان ساتلای سي ،سرغړونه سوې او بهرنیانو خپلي سري زندانونه جوړ کړي دي
ښاغلي دادرس وايې دا چي په کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هملند په شوراو کي بهرنیانو څومره زندانونه درلودل او په څومره شمېر کي افغانان پکښی ساتل کیږي
ولسمشر کرزی ته تر راپور ورکولو وروسته به ټول معلومات رسنیو ته په ډاګه کړي
د یادوني وړ ده چی دکندهار امنتي ارګانونه هم له بهرنیو ځواکونو شکایت کوي ،هغوي دکندهار والي سره په خبرو کي ويلي ،چي بهرني ځواکونه په خپل سر عملیات کوي او دوي په جریان کي نه اچوي
تر اوسه د بهرنیوځواکونو چارواکو په دې اړه د رسنیو سره خبري ندي کړي