کندهار:چي کوکنار نه کري،دهغوئ سره مرستي نه کیږي
دکندهارپه دامان ولسوالۍ کي د کوکنارو ځاى حلالو کښتونو نيولى دئ
د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چي د تېرو ١٣ کلونو راهيسي په خپلو مځکو کي د کوکنارو پر ځاى حلال کښتونه کري، خو بيا هم دولت ورسره مرسته نه ده کړې.
دامان د کندهار د مهمو کرنيزو ولسواليو څخه ده، چي د خټکيو او هندواڼو کښتونه پکښي بې ساري دي.
که څه هم د کندهار په زياتو ولسواليو کې د قانوني کښتونو پر ځاى کوکنار کرل کېږي، خو د دامان اوسېدونکي د هغوئ کرنيزو توکو ته د بازار د نشت سره – سره په پراخه پيمانه حلال کښتونه کړي دي.
ويل کېږي، چي په يادي ولسوالۍ کي د اوبو د کموالي د ستونزي سره – سره په زياته اندازه د خټکو، هندواڼو، بادرنګو او نورو سبزيجاتو پالېزونه کرل سوي دي.
د دامان کروندګر وايي، چي په نژدې ورځو کي به ځيني حاصلات بازار ته وړاندي کړي، چي د نورو کلونو به زيات او ارزانه وي.

د هغوئ نيوکه پر دولت ده، چي د تېرو ١٣ کلونو راهيسي يې يو بوټى کوکنار نه دئ کرلى، خو بيا هم مرسته نه ده ورسره سوې.
د دوى په وينا، چي د پالېزونو ترڅنګ يې په خپلو مځکو کي غنم، ځيره، اوربشي او تمباکو کرلي، خو د اوبو د نشتوالي او په بازار کي د هغوئ ټيټي بيي پښېمانه کړي دي.
په همدې مهال د دامان مرستيال ولسوال حاجي محمد ظاهر وايي، چي د ولايتي ادارې په ګډون مرکزي اداره دوى ته پاملرنه نه کوي.
هغه زياته کړه، چي په دامان کي د کوکنارو د کښت کچه صفر سوې ده، خو د دوى د پرله پسې غوښتنو سره سره مرسته نه ده ورسره سوې.
د ورکړل سويو ارقامو له مخي په دامان ولسوالۍ کي د نفوس ٨٠ سلنه برخه په کرني او مالدارۍ بوخته ده.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي، که چيري يادي ولسوالۍ ته لازمه پاملرنه وسي، هغوئ ته د کښتونو لپاره اوبه ورکړل سي او د افغانستان په کچه مشهورو خټکيو او هندواڼو ته يې بازار پيدا سي، کروندګر به هيڅکله زړه ښه نه کړي، چې غير قانوني کښتونه وکړي.