مدني ټولنه:د خبریالانو ژوند دي خوندي سي

اسدالله زړه سواند | مې 4th, 2014


د هلمند د مدني ټولني غړي وايې د خبریالانو ژوند ته دي پام وسي او د بیان ازادي ورځ دي تش په نوم نه لمانځل کیږي

ددې ټولني لخوا په یوې خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي ،چي دهغه خبریالانو دوسیې دي وڅېړل سي کوم چي په دې لاره کي وژل سوي دي او تش په نامه ازادی نه بلکی د هرخبریال د سرخوندیتوب ته دی پاملرنه وسی

هغوئ وايې دهلمند مدني ټولنه د ژورنالستانو د خوندیتوب او د هغوئ دخپروسوو خبرونو ننګه کوی
دهلمند مدني ټولنه پرټولو هغو ادارو چی د بیان ازادی ته درناوی نلری ږغ کوی چی دافغانستان اساسی قانون ۳۴ می مادی مطابق هرافغان حق لری چی څه خپاره او نشرکړی دغه ټولنه داسی اسناد په لاس کی لری چی یوشمیر خبریالان په هلمند کی له تیرو څو میاشتو راهیسی تهدید سوی او یا هم ګواښل سوی دی .

داچی د مي دریمه په ټوله نړی کی د بیان دازادی ورځ نومول سوی ده نو موږهم له ټولو خبریالانو ،خپرونوچلونکو،رسنیوو،د رسنیووله فعالانواو ددی ټولو سره سره هڅه او کوښښ کوو ترڅو د بیان ازادی د لاس ته راوړلو او ددغه حق د خوندی ساتلواو خلګو ته د اطلاعاتو په لاس کی ورکولو په برخه کی ترخپلی وسی پوری هڅه او کوښښ وکړی

Copyright Larawbar 2007-2024