زابل: ماین چاودني ۲۰تنه ټپیان کړه

اسدالله زړه سواند | مې 14th, 2014


چاودنه تیر ماښام اوبجې د زابل په مرکز کلات کي د پخوانۍ قوماندانۍ مخي ته د زرنج موټر سایکل په واسطه رامنځ ته سوې ده
د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار وايې په پیښه کي ۶ پولیس او ۸ ملکي وګړي ټپیان سوي دي
نوموړی وايې په ټپیانو کي د دریو حالت نازک ښودل سوي
بلخوا د زابل ولایتي روغتون مسئولین وايې د پیښی له ځایه دوی ته ۲۰ تنه ټپیان ور وړل سوي دي،چي پولیس او ملکي وګړي دي
د پیښی مسئولیت تر اوسه کومي ډلي په غاړه نده اخیستې .

Copyright Larawbar 2007-2024