کندهار:درایو د صندقو شمېرنه بنده سوه

اسدالله زړه سواند | جون 9th, 2014


په کندهار کي د ولایتی شورا لپاره د درغليو د شکمنو صندوقونو شمېرنه ودرېده

په کندهار کي د ټاکنيزو شکايتونو د کمېيسون له لوري د معترضو کانديدانو په غوښتنه د رايو شکمن صندوقونه شمېر پيل سوي وه، خو دا شمېرنه د نامعلوم دليل له امله بنده سوه.

دغي کړني په کندهار کي د ولايتي شورا د استازو او کانديدانو ترمنځ اندېښنې پيدا کړي دي.

د ولايتي شورا د کانديدانو ناظرين وايي، چي د صندوقونو بيا شمېرنه ډېره ګټوره وه، ځکه د شمېرني پر مهال د هر کانديد ٥٠٠ ورکي سوي رايې بيا پيدا سوې.

دغه صندوقونه ٣١٨ وه، چي له ډلي يې يوازي ١٢٠ وشمېرل سول او کانديدان اندېښنه لري، چي کېداى سي بيا شمېرنه ونه سي.

په همدې مهال د کندهار د ټآکنيزو شکايتونو د خپلواک کېمسيون کمېنشر شمس الدين وفا وايي، چي دا پرېکړه يې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، چي په خپلې ژمني ولاړ دي او تخنيکي ستونزو د هوارېدو وروسته به بيرته د شکمنو صندوقونو شمېرنه پيل کړي

د يادوني وړده، چي د ولايتي شورا د رايو د شمېرلو وروسته ٣٥٥ شکايتونه ثبت سوي دي او پکښي غوښتنه سوې وه، چي د ځينو صندوقونو رايې بايد د رسنيو د ناظرينو په وړاندې وشمېرل سي

Copyright Larawbar 2007-2024