هلمندمدني ټولنه: درغلي کوونکي افشاء کوو

اسدالله زړه سواند | جون 11th, 2014


دهلمند مدني ټولنه به د ټاکنو درغلی کوونکی رسنیو ته وروپیژنی.

هلمند مدني ټولنه به داځل ددوهم پړاو په ټاکنوکی درغلی کوونکی رسنیو ته وروپیژنی او هم به د شکایاتو کمیسون سره پدغه برخه کی مرسته وکړی .

نن دهلمند مدنی ټولنی له فیفا او انتخاباتو خپلواک کمیسون سره په یوه ګډه خبری ناسته کی خبریالانو ته وویل هغه کسان چی روانوټاکنوکی به درغلی وکړی ډیر ژر رسنیو ته وروپیژنی

دهلمند مدنی ټولنی مشر سردارمحمدهمدرد د خبری کنفرانس پرمهال وویل چی دوی دامهال ۲۵۰ تنه مشاهدین له فیفا یادازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ سره یی په ګډه په دنده ګمارلی ترڅو په هلمند کی ټول انتخاباتی مرکزونه وڅاری

همدرد وایی هڅه به وکړی چی ټول هغه کسان چی غواړی راتلونکی ټاکنوکی درغلی وکړی او دیوه مشخص کاندید په ګټه رایی وکاروی هیڅکله به ورته وخت ورنکړی

مدنی ټولنه به د تیر په شان خپل ځان بی طرفه او دهیچا پلوی ونکړی خو دغه ټولنه به د ټاکنو په څارنه کی له اړوندو بنسټونو او ادارو سره په ګډه کاروکړی ترڅو ټاکنی شفافی ترسره سی

مدنی ټولنه دانتخاباتو خپلواک کمیسون باندی ږغ کوی چی محلونه دی پروخت پرانیستل سی اړوند مواد دی په محلونوکی ځای پرځای کړای سی ترڅو د تیر په شان رایی ورکوونکی له ستونزو سره مخ نسی

مدني ټولنه له امنیتي بنسټونونه غوښتنه کوی چی درایی اچونی د ورځی لپاره دی زمینه برابره کړی ترڅو خلګ په هوسا او ډاډمنه فضا کی خپله رایه وکاروی اودافغانستان راتلونکی وټاکی ترڅو په هیوادکی شته ناخوالو ته د پای ټکی کیښودل سی

Copyright Larawbar 2007-2024