اروزګانیان: رایو ته مو باید درناوی وشي
داروزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو سلګونو قومی مشرانو ، دینی عالمانو ، د مدنی ټولنی استازو ځوانانو او میرمنو د یوی غونډی پرمهال د مسولینو او نوماندانو څخه وغوښتل چی ددوی رایو ته دی درناوی وسی او باید دشخصی موخولپاره ددوی د احساساتو سره لوبی ونسی .
ورسته ترهغه چی تیره ورځ د ولسمشری چوکی ته یوتن نوماند ډاکتر عبدالله پرانتخاباتی کمیسونونوباندی نیوکی وکړی او د رایوود شمیرنی د درونی غوښتنه یی وکړه ورسره سم په یوشمیر ولایتونو او مرکز کښی هم خلګو د خپلو رایوو د ملاتړ په موخه غونډی جوړی کړی .
چی اروزګانیانو هم د پنجشنبی په ورځ دیوی غونډی پرمهال دمسولینو او دواړو نوماندانو څخه غوښتنه وکړه چی درایوو نتایجو ته دی په تمه سی او مخکی له مخکی دی پریکړی نه کوی .
دغه غونډه چی په اروزګان کښی د ډاکتر اشرف غنی احمدزی د کمپاینیز دفتر دمشر حاجی رحیم الله خان پوپل له لوری په لاره اچول سوی وه .
د اروزګان مرکزترینکوټ یوتن قومی مشر معلم رحمت الله وویل پداسی حال کښی چی انتخاباتی کمیسونونه شتون لری او د رایوو د نتایجو پریکړه ددوی له مسولیتونو څخه دی ولی پدی ورستیوکښی د یوشمیرکسانو له لوری داسی ویل سوی دی چی دوی پرانتخاباتی کمیسونوباندی باورنه لری او غوښتنه ترینه کړی چی باید د رایوو شمیرنی پروسه ژرترژره ودرول سی .
دده په خبره چی داسی کړنی نه یوازی دنوماندانو د مسولیتونو څخه وتلي کاردی بلکی پخواکی ورسره د میلیونوکسانو رایوو ته بی احترامی هم ده .
دنوموړی په خبره چی دوی ټول نر اوښځه د لومړی پړاوو په څیر په دویم پړاو ټاکنوکښی برخه اخیتسی او په ډیرو حساسوشرایطوکښی یی رایه کارولی ده .
ولی اوس مهال یی غوښتنه داده چی ددوی رایو ته دی درناوی وسی اوهیڅوک دی دشخصی موخولپاره نه کاروی .
همدارنګه عبدلله هاتف د چوری ولسوالی یوتن اوسیدونکی وویل چی ځینی کسان غواړی چی یوځل بیا زموږ هیواد پخوانیو تورو تیارو ته یوسی او دخپلو شخصی موخو د ترلاسه کولو لپاره زموږ د میلیونو بی ګناه هیوادوالو وینه توی کړی .
ده وویل چی افغانانو د لومړی ځل لپاره ټولو دنیا والو ته دا وروښودل چی ولسواکی ته ژمن دی او غواړی په هیواد کی په سوله ایز ډول بدلون راسی ولی په خبره چی ځینی کسان د افغانانو ددغو احساساتو سره لوبی کوی او ددوی رایوو ته هیڅ درناوی نه لری .
همدارنګه په غونډه کښی ګڼو نورو برخوالو خبری وکړی او هره یوه د نوماندانو څخه وغوښتل چی د انتخاباتی نتایجو تر اعلان مخکی دوی پریکړه ونکړی او دغه دنده د ټاکنو کمیسون پوری اړه لری او پریديښودل سی چی د رایوو نتایجو پوری صبر وکړی .
یادو اروزګانیانو د اشرف غنی او عبدالله غوښتنه وکړه چی درایو پایلوته دی درناوی وکړی او قبولی کړی
راپورورکوونکی:نورمحمدابدالي