هلمند:دجګړې پر مهال زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده

اسدالله زړه سواند | جون 25th, 2014


په هلمند کي جګړې زور اخیستي او د زیاتو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ دئ
دغه جګړه ،چي له پنځو ورځو را په دېخوا د هلمند په بیلابیلو ولسواليو کي د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ پیل سوې ده پکښی دواړو لورو ته د مرګ ژوبلي ترڅنګ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د هلمند امنیه قوماند پاسوال عبدالقیوم باقي زوي وايې په جګړه کي يې پرمختګ کړي او زیاتو وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلي د
اوښتو ادعا کوي
دده په خبره ،چي تر دې مهاله يې په موسي کلا ،نوزاد او کجکي ولسوالیو کي امنیتي وضعه په خپل لاس کي اخیستي ده
د هلمند د پولیسو مشر وايې په جګړه کي شاوخوا ۴۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وچي په دغه شمېر کي وسلوال طالبان،پولیس او ملکي وګړي شامل دي
نوموړي وايې هلمند ته تر ۳۰۰ زیات وسلوال راغلي چي ۱۰۶ يې وژل سوي او تر ۲۰۰ پوري نور ټپیان سوي دي
هغه وايې د جګړې پر مهال ۱۰۰پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ،خو د وژل سوو او ټپیانو سوو پولیسو کره شمېر يې ونه وايه
په جګړه کي د ۵۰ملکي وګړو د مرګ ژوبلي خبر هم ورکول سوي دئ
د کورنیو چارو وزات ویاند صدیق صدیقي وايې هلمند ته د پاکستان سرتیري د وسلوالو په جامو کي ننوتي دي،چي ددوي لخوا پرې سخت عملیات پیل سوي دي
خو په افغانستان کي د پاکستان سفیر دا څرګندوني ردوي او دا تبلیغات بولي.
وسلوالو طالبانو هم جګړه تاييد کړې خو د مرګ ژوبلي په اړه کوم څه ندي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024