کندهار کي وسله وال مخالفين د ټاکنو پايلو ته انتظار دي
د کندهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر وايي، چې زيات وسله وال مخالفين د روان سياسي کړکېچ د سرنوشت معلومېدو په تمه دي او د ولسمشر تر ټاکلو کېدو وروسته به د سولې پروسه پياوړي سې.
د سولې شورا مشر حاجي عطامحمد احمدي په خپل دفتر کې د ښار او ولسواليو د يو شمېر خلکو سره د سولې د هڅو په وړاندې شته ننګونو ته د حل لارو د لټولو د غونډې وروسته دغه څرګندونې وکړې.
هغه زياته کړه، چې د وسله والو مخالفينو سره يې د جنګ بندولو په برخه کې د بلنې او دعوت اړيکې ټينګوي سوي.
دده په وينا، چې هغوئ هم د ټاکنو د ورځې وروسته د ولسمشر د پايلو اعلان ته په تمه دي، ترڅو خپل سياسي دريځ روښانه کړي.
ښاغلي احمدي وويل، چې دوى د زياتو وسله والو مخالفينو د مهمو چارواکو سره اړيکي نيولي او د کم شمېر سخت دريځو پرته زياتو يې ژمنه کړې، چې د ټاکنو د پايلو د معلومولو وروسته به خپلي غوښتني اعلان کړي.
د کندهار د سولي شورا مشر د خپلو خبرو په دوام د وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه وکړه، چې د روژې د مياشتې په درنښت د تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي.
احمدي د افغان دولت څخه هم وغوښتل، چې د روژې په مياشت کې د وسله والو مخالفينو سره اوربند اعلان کړي، ترڅو د روژې وروسته خلک اختر په خوشالۍ ولمانځي.
هغه وويل، چې وسله وال مخالفين په دې برخه کې مثبت ځواب لري، ځکه د ټاکنو په ورځ يې هم د جګړې لاس په سر سوي وه او حتى خلکو ته يې په ټاکنو کې د برخي اخيستلو ويلي وه.
که څه هم په کندهار کې د وسله والو مخالفينو جګړه په جبهه يي ډول نه وي، خو د روژې په مياشت کي غلچکي بريدونه زياتوي.
هغوئ د موټر سايکلونو څخه په ګټې اخيستني او په نورو تکتيکونو دولتي او ملکي مامورين په نښه کوي، خو امنيتي ځواکونه يې په نيولو نه توانېږي.