د نيشاپور شاهين ۲
د تېر په ادامه…
د تولک د ښاره بیرون په کوهستاني لړۍ کې دننه په یوه پخوانی شکل دجوړه شوي حویلۍ تر مخې دغه ټول آسپ سپاره و دریدل . بیا ددوې څخه یو یی د خپله اسه را ښکته شو او په منډه دغه حویلۍ ته ور ننوت . لږه شیبه وروسته د ساتونکو تر منځ یو کس په ډیره ښه بڼه د حویلۍ څخه را بیرون شو ، دا د هرات والي ناصرالدین و . دهغه په کتلو سره ټول آسپ سپاره دخپلو آسونو څخه را ښکته شول او نیغ ودریدل ، هغه عرب هم دخپلو دوو ملګرو سره یو ځآي پیاده شوي و او ولاړ و .
ناصر الدین نیغ په نیغه دهغه عرب په لور ورغې اودهغه سره یی روغبړ وکړ او ورته یی وویل : « زه دهرات والي ناصر الدین یم . که چیرې ستا د جسم او قواري څخه مې غلط اټکل نه وي کړې نو ته همغه ځوان یی چې زه یی په لټه کې یم . کیدې شی چې همته زما شرط پوره کړاې شې . نوم دې څه دې ؟ »
دې عرب ترې د روغبړ لاس راښکود او ورته یی وویل : « حسن نومیږم ، حسن بن خلدون ، ایا راته ویلې شي چې څه شرط لرې ؟ او څه ډول کار راته سپارل غواړې ؟ »
ناصرالدین دهغه ښيي لورې ته ور نژدې شو او ورته یی وویل : زما سره را ځه ، زه به هر څه درته ووایم .
هغوې ټولو د آسونو واګې و نیولې او دهغه پسې روان شول . ناصرالدین هم په ویلو پیل وکړ .« واوره ! زه د یوه داسې بهادر او میړني ځوان په لټه کې یم چې هندوستان ته ولاړ شي او هلته د سلطان شهاب الدین له پاره جاسوسی وکړاې شي . سلطان غواړی ډیر ژر په هندوستان باندی حمله وکړي خو د حملي نه مخته هغه غواړي دخپلو جاسوسانو په واسطه دهند د مختلفو راجاګانو د عسکرو او ځواک د څرنګوالې په اړه معلومات تر لاسه کړي . په دې وخت کې هلته په هند کې زمونږ یو شمیر جاسوسان په کار کولو بوخت دي ، څو میاشتې مخته مو د دې ځایه یو ځوان د هند د ټولو جاسوسانو دامیر په څیر ور استولې و چې په میړانه اوبهادرۍ کې یی نمونه نه وه . هغه ایلک خان نومیده او د کوهستان دالبرز دیوه کلي اوسیدونکې ترک نژاده و. تر شپږو میاشتو یی په ډیره ښه توګه خپله دنده تر سره کړه او ډیر مهم اطلاعات یی برابر او دلته را ولیږل خوبیا یو ناڅاپه غایب شو او زمونږ سره یی اړیکې و شلیدل . داسې څرګندیږي چې هغه به نیول شوي وي. اوس مونږ ته دهمغسې یو ځوان پیدا کول اړین دي چې هندوستان ته ولاړ شی او هلته د مسلمانو جاسوسانو امارت په غاړه واخلي او تر څنګ یی دایلک خان د ځآې ځیږی د پیداکیدو لټون هم وکړي ، همدا راز د هند د راجاګانو د ځواک او عسکرو په اړه هم ښه معلومات برابر او را ولیږي ترڅو سلطان دهمغې اطلاعات له مخې په هندوستان باندی دحملې کولو له پاره ځآن تیار کړي .»
ناصرالدین په تلو تلو کې په غرونو کې د را چاپیر کوچني میدان تر منځ و درید . په دې میدان کې دهغه تر مخه د صنوبر یوه ستره او اوږده ونه ولاړه وه . ددې ونې په ډډ باندې د سنډو یوه مضبوطه رسۍ تړل شوې وه . ناصرالدین ددغې ونې په ډډ باندې د را چاپیره تړل شوې رسۍ په لور اشاره وکړه او ویی ویل :
« دهندوستان د جاسوسانو دامیر د ټاکلو له پاره د ایلک خان انتخاب هم ما پخپله کړې و . دهغه له پاره هم همداسې یوه رسۍ د ونې څخه را تاوه کړل شوې وه ، هغه د زمري په څیر ترک نژاده ځوان دا رسۍ راښکوده او دوه ځایه یی کړه . اوس هم زه دهمداسې یوه ځوان په لټه کې یم چې دایلک خان په څیر دا رسۍ را کاږي او ویی شلوي . حسن بن خلدونه ، واوره ! ستا دا دوه نور ملګري کمزوري او نري وچ کلک دي ، خو ته ځواکمن ، غښتلې او زړه ور ښکارې ، مخته ورشه او خپل قمست و ازمایه .»
حسن بن خلدون تر لږې شیبي پورې د ناصرالدین په لور په حیرانتیا سره وکتل ، بیا یی خپلو ملګرو ته هم په سرسري توګه وکتل او د لږ څه فکر کولو نه وروسته د صنوبر دهغې تنومندې ونې د ډډ په لور ور روان شو چې د سنډو یو مضبوطه رسۍ ترې را تاوه شوې وه . د رسۍ یو سر په تیږلوړه زمکه پروت و خو بل سر یی د ونې د ډډ سره تړل شوې و.
حسن مخته ورغې او دغه درنده رسۍ یی را واخسته ، څو ثانیی یی هغې ته وکتل ، بیا یی خپل لستوڼې راپورته کړ او زور یی پیل کړ . حسن تر ډیره پورې زور واهه خو درسۍ په شلولو کې ناکامه شو ، رسۍ یی پریښوده او خپل ځای ته راستون شو او سرښکته و درید، دناصر الدین حالت هم د ناهیلیو ګواهې ویله . هغه په ژور فکر کې ډوب و، کله چې حسن بیرته راغې اودهغه تر څنګ و درید نو هغه ورته په غمژنه لهجه وویل :
« زه افسوس کوم چې ماستا د قوت اوځواک په اړه غلطه انګیرنه کړي وه، اې ځوانه ! تا زه په ستونزو کې لتاړ کړم ،زړه مې وایی چې اجازه درکړم چې ولاړ شې ، تر څو ستا څخه دبل کوم ښه ځوان په لټه کې شم ، خو دبله اړخه مې زړه وایی چې نه ، تا باید همدلته له ځانه سره وساتم ، شونې ده چې ستا په څیر بل داسې ځوان به راته تر لاسه نه شي چې دا رسۍ و شلوي . په هغه وخت کې به ته ماته ډیر مناسب شخصیت اوسې . په دې خاطر چې …..»
دحسن یو عرب ملګري ناصر الدین ته مخ کړ او ورته یی وویل : « دا ځوان پریږده چې ولاړ شی او که نه دده مشر ورور که خبر شی نوتوپان به جوړ کړي او په زوره به خپل ورور ددې ځایه بوځي ، هغه داسې یو ځوان دې چې په خپل ژوند کې یی دهیچا نه ماتې نه ده خوړلې .»
ناصرالدین دهغه عرب په لور متوجه شو او سمدلاسه یی په حیرانوونکې لهجې سره وویل : « ایا دده مشر ورور په ځواک کې دده نه پورته او ارفع دې ؟»
هغه عرب ورته سینه تانده کړه او ویی ویل : « هغه له ده څخه لس هومره ځواکمن او قوي دي ، هغه د تیږي او فولادو په څیر دروند، د بلوط د ونې په څیر دقد خاوند ، او زړه ورتیا او میړانه یی بې انتها او استقامت یی لا محدود دې . هغه دتقدیر جوړ کړل شوې موحد انسان دې ، هغه د اسمان د هسکوالې او دزمکې د ښکته والي په څیر مضبوط او د نه تسخیریدو وړ شخصیت لري . »
ناصرالدین په خپل مخ باندی د راخپریدونکې خوشحالۍ دکنترولو وروسته وویل : « ایا راته د ولس ددغه زمري انسان نوم ښوولې شې ، چې تا یی دومره ستاینه وکړه ؟ »
دغه عرب یو ځل بیا دپخوا په څیر په همغه لهجه وویل : « دهغه نوم حماد بن خلدون دې ، اوهغه داسې یو ځوان دې چې د سراب نا تالاب جوړوي او سمندر په څاڅکو کې ډوبوي .»
د ناصرالدین حالات بدلیدل ، حسن ته را وړاندې شو او په ډیره حیرانوونکې توګه یی ورته وویل : «ایا هغه څه دې چې ملګري وویل هغه سهي دي ؟ او یا داچې ما به سهي نه وي اوریدلي ؟ »
حسن ورته په خندا وویل : « هو ! هغه څه چې زما ملګري وویل هغه سهي دي . زما ورور همداسې اوسپنه ماتوونکې دې ،په ځواک او قوت کې یی هیڅوک د مقابلې نه شته . هغه زمونږه غر او زمونږ ځواکمن برج دې . دهغه پیژندونکې هغه ته د نیشاپور شاهین وایی ، کله چې هغه په خپل دښمن باندی حمله کوي نو دهغه په زړه او ذهن باندی را پریوځي او د کُلال د لوښو په څیر یی ټوټې ټوټې کوي، تر اوسه چې چا ورسره ټکر کړې نو دهغه ښایست او عزت یی د هغه دماتې غاړې غاړه کۍ ګرځولې .»
حسن څو لمحې تم شو او یو ځل بیا یی په خپل دروند اواز سره وویل : « ناصرالدینه ، واوره چې ! لکه څنګه چې د جهاز لاره په سمندر کې ، د مار لاره په غرونو کې ، اودشاهین لاره په فضا کې نه شي موندل کیدې ، په همدې توګه زما دمشر ورور مقابل هم څوک نه شي پیدا کیدې ، هغه دخپلو دوستانو او خپلوانو له پاره د چراغ او امصا په څیر دې خو ددښمنانو له پاره دبرق ، او هلاکت نه هم زیات تیز دې . …»
ناصرالدین دحسن دواړو ملګرو ته وکتل او بیا یی په خپل غټ غږ په تحکمانه بڼې سره وویل : « ورشئ ، تاسو دواړه نیشاپور ته ولاړ شئ او ددې ورور حماد بن خلدون ته ووایاست چې ناصرالدین یی ورور نیولې ، نو که همت لري نو د توري په زور دې یی له ما څخه خلاص کړي ، هغه ته دا هم ووایاست چې په دې وخت کې ناصر الدین د هراته لرې د لک په ښار ګوټي کې مقیم دې .»
د حسن دغو دواړو ملګرو په ډیره قهرجنه توګه د ناصرالدین په لور وکتل ، د حسرت نه په ډکو سترګو یی تر نظره تیر کړ،بیا په خپلو آسونو سپاره شول او لږه شیبه وروسته د هرات څخه د نیشاپور په لور په لویه لاره یی خپل آسونه په ځغاسته کړي وو .
ناصر الدین دحسن په لور وکتل او ورته یی وویل : « لما سره راځه ،….»
حسن خپل څټ را تاو کړ او د آس په لور یی لاس ور اوږود کړ او دهغې واګې یی و نیولې ، دهغه په آس یوې لورې ته یو لوې تبر او بلې لورې ته قران پاک را ځوړند و. هغه کرار کرار د ناصرالدین اودهغه د ساتونکو سره یو ځآې د هغه پخوانۍ حویلې لورې ته روان وو.
لږه شیبه وروسته هغوې ټول حویلۍ ته ور ننوتل ، ساتونکو د ناصرالدین او حسن آسونه د آسونو د اصطبل په لور یوړل ، ناصرالدین حسن له ځانه سره یوې خوني ته یوړ او په یوه ناستځاې کې یی خپل ځان ته مخامخ کیناوه . او ورته یی وویل :
« که ماته دخپل ورور حماد بن خلدون په اړه لږ څه ووایی. زه غواړم په پوره تفصیل سره دهغه په اړه معلومات تر لاسه کړم . ایا هغه د هند دزمکو سره بلدتیا او اشناېی لري ؟ »
حسن ورته لږ څه په اندیښنې سره وویل : « لمړۍ خو ماته زما د یوې پوښتنې ځواب راکړه » ناصرالدین ورته په خندا وویل : « ووایه څه پوښتنه لرې ؟ …»
حسن ورته وویل : « ایا زه ریښتیا هم له تا سره بندي یم ؟ او زما ورور به راځي او ما به د تورې په زور له تا خلاصوي ؟ »
ناصرالدین ورته په خندانه ژبه وویل : « ته بندي نه یی ، زما میلمه یی ، او کله چې هم وغواړې هیڅوک ستا مخه نه شي نیولې ، که چیرې ما ستا ملګرو ته داسې نه وو ویلي ، نو کیدې شي چې ورور دې دلته نه وو راغلې ، اوس چې ستا دبندې کیدو په اړه خبر واوري نو هرو مرو به دلته را ځي . نو که چیرې هغه زما د شرایطو په مطابق وخوت نو دهغه څخه به د مذهب اوملت له پاره هغه کار واخلم چې دهغې په واسطه به یواځي دهغه دنیوي ژوند نه بلکه عاقبت هم ښایسته شي ، اوس نو چې ما دهغه په اړه له تا څخه څه پوښتلي ، ماته یی ځواب راکړه »
اوس نو حسن په ډاډه زړه سره خبرې پیل کړې « مونږ درې ورونه یو ، زه یی تر ټولو کشر یم ، دوه نور زما نه ستر دي ، تر ټولو مشر حماد او دویم یی حارث نومیږي ، زما پلار خلدون نومیږي اود مور نوم مې زبیب دې . مور مې شله شوي ده . له آسپه لویدلې وه اوس یی یو پښه بیکاره شوې ده خو دامصا په مرسته تللې شي . حماد او حارث د نیشاپور دښاره بیرون د چونې په تنورونو کې ورځ مزدوري کوي ، پخوا هغه دواړه ورونه هم زما په څیر ، هند ته د تجارتي کاروانو د ساتونکو په څیر تلل . هغوې دواړه د هند د زمکې په اړه پوره معلومات لري .
زما مور تر ټولو زیاته مینه دخپل مشر زوې حماد سره کوي ، لمړۍ خو هغه دهغې مشر زوې دې او دویم داچې هغه زمونږ څخه زیات دخپلې مور خدمت کوي ، هره ورځ مور سره د اوداسه په کولو کې مرسته کوي، دهغې پښې پریمنځي . څرنګه چې زمونږ کور د یوې غونډۍ په سر پروت دې او ددې غونډۍ لاندې یوه چینه بهیږي ، نو حماد ورور هره ورځ مور را په شا کوي او دغونډۍ نه لاندې یی تر چیني پورې راوړي. هغه ددې چینې تر څنګ یو کوچنۍ شانته دځان پریمنځلو ځاې او یو بې دیوالو جومات هم اباد کړې دې، مور مو د اوداسه کولو وروسته د حماد سره یو ځاي همدلته لمونځ ادا کوي . دحماد ورور سره دمور دعا ګانې هم شاملې دي ،په دې خاطر هر کار ته چې هغه لاس ور وړی هغې کې ورته بریا په برخه کیږي .
یو ځل مې پلار ، په داسې حال کې چې ځوان و د یوې تجارتي قافلي سره هندوستان ته تللې و ، هغه وخت زه او حارث کوچنیان و خو حماد ورور مو د پوره پوهې خاوند و . بدقسمتۍ سره مو مور ډیره سخته ناروغه شوه ، ما او حارث به دمور د ناروغتیا حالت کوت او ژړل به مو . خو ورور مو مونږ ته دتسلۍ راکولو تر څنګ دمور خدمت هم کاوه . او دنیشاپور څخه به یی طبیب راغوښت او دهغې علاج به یی کاوه .
په همغو ورځو کې چې مور مې سخته ناروغه وه یوه ورځ دنیمي شپې په وخت کې ، په داسې حال کې چې زه او حارث په خواږه خوب ویده شوي و ،او ورور مو د مور د کټ تر څنګ ویښ ناست و ، مور مو د خوبه را بیداره شوه او اوبه یی وغوښتې ، زما ورور چې کله منډه کړه تر څو اوبه راوړي نو ویی کتل چې صراخي خالي ده ، صراخي یی را واخسته او د غره لاندې چیني ته یی منډه کړه ، صراخي یی را ډکه او سمدلاسه بیرته را ستون شو ، کله یی چې اوبه په پیاله کې واچولې اومور ته یی ورنژدې کړې نو ویی کتل چې مور بیرته ویده شوې ده .
هغه و نه غوښتل چې مور بیرته دخوبه رابیداره کړي ، په دې فکر کې و چې هسې نه چې دمور خوب مې خراب نه شي . بیا یی د اوبو هغه پیاله په لاس کې ونیوله اوهملته د مور د کټ تر څنګ و درید . مور تر سهاره پورې په خواږه خوب ویده وه او ورور مو د اوبو ډکه پیاله په لاس تر سهاره پورې دهغه د کټ څنګ ته ولاړ و . سهار چې دمور سترګې پرانستل شوې نو ویی کتل چې ورور مې ورته د اوبو نه ډکه پیاله په لاس ولاړ دې او سترګې یی دخوبه ډکې وې ، مور مې د ورور ددې دخدمت نه ډیره اغیزمنه شوه ، او دخپل رب په دربار کې یی په ډیره عاجزۍ سره د ورور حماد په حق کې دعا وکړه . زه داسې ګڼم چې دا به دمور ددعاو پایلې وي چې ورور مو په هر میدان کې بریالي او کامران دې .»
حسن د لږ څه دمې وروسته یو ځل بیا وویل : « ورور مې د ټاټ لباس اغوندي »
ناصرالدین یی خبرې ور پرې کړې اوترې ویی پوښتل : « ولې د ټاټ لباس اغوندي ؟»
حسن ورته په خندا کې وویل : « په پیل کې مې د مور او پلار اولاد نه پیدا کیده ، حماد ورور مې ورته الله تعالې دډیرو دعاګانو وروسته ورکړې دې ، مور مې ورته په کوچنیوالي کې په دې خاطر د ټاټ کالي اغوستل چې دخلکو دبد نظرنه خوندي پاته وي. خو د ټاټ دغو کالیو دهغه ذهن دومره مانوس کړ او په هغه کې یی دومره عاجزي او نکسار راپیدا کړ چې اوس دځوانۍ په وخت کې هم د ټاټ دکالیو پرته نور څه نه اغوندي. مور مې ورته په خپلو لاسو ډیر ښه اوښایسته کالي جوړوي خو هغه په یوې نه یوې بهانې سره دمور خبره شاته غورځوي او د رخت د کالیو د اغوستن څخه ډ ه ډه کوي . کله چې د کوره دکوم کار د انجامولو په خاطر بیرون ځي نو زمونږ پلار ، په دې خاطر چې زوې یی دخلکو دبدو سترګو نه خوندي پاته وي دهغه خوله چوف کوي .
حسن خاموشه شو ، ناصرالدین تر څو لمحو پورې په ژور فکر کې ډوب ناست و ،بیا دخپله ځایه را پورته شو او ویی ویل : « زه درته ډوډۍ را لیږم ، دهغې نه وروسته ته ارام وکړه ، ستا د ورور حماد بن خلدون تر راتلو پورې ته زما د ډیر معزز او دروند میلمه په څیر همدلته اوسه »
ناصرالدین پورته شو او بیرون ولاړ ، اوحسن په نا لیدلي سوچونوکې ډوب پاته شو .
نور په دريمه برخه کي