کور / تازه خبرونه / افغان پلاوي له پاکستانيو چارواکو سره وليدل

افغان پلاوي له پاکستانيو چارواکو سره وليدل

اسلام اباد دپژواک دخبرله مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په امنيتي غونډه کې دواړو لورو د پولې پورې اړوندو موضوعاتو او د همغږۍ پر ميکانېزم خبرې کړې دي.دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي.د افغانستان او پاکستان تر منځ په امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره شپږ کسيز افغان امنيتي پلاوى د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.د دې پلاوي مشري د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مشر تورنجنرال افضل امان کوي، چې پاکستان ته پر امنيتي موضوعاتو د خبرو کولو لپاره تللى دى.د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد پلاوي نن د دې هېواد په پينډۍ ښار کې له پاکستانيو چارواکو سره وليدل.په خبرپاڼه کې زياته شوې، دواړو لورو له پولې سره په اړوندو مسايلو او د همغږۍ پر ميکانېزم خبرې کړې دي.د سرچينې په وينا، ياده ليدنه په ښه چاېېريال کې ترسره شوې او دواړه خواوې په دې سره سلا شوي، چې د يو بل ترمنځ د باور د لا ټينګولو په موخه به د همغږۍ ميکانېزم لا ګړندى کوي او ژمنه يې کړې، چې له يو بل سره خبرو اترو ته دوام ورکوي.د سرچينې په وينا، د پاکستان له لوري د پلاوي مشري ميجر جنرال عامر رياض کوله.دا امنيتي غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د پاکستان د لومړي وزير ميا نوازشريف او ولسمشر حامد کرزي تر منځ تر ټيلېفوني اړيکو وروسته د دواړو هېوادونو لوړو پوړو امنيتي چارواکو کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او د يوه امنيتي کمېسيون پر جوړولو يې هوکړه وکړه.د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په د پاکستان د پلاوي تر سفر وروسته څو ورځې مخکې اسلام اباد ته سفر کړى و.نوموړي د دغه سفر پر مهال د پاکستان د صدراعظم په ګډون د دغه هېواد د پوځ له لوى درستيز سره په کتنه کې د ترهګرۍ پر ضد هڅو د سمون لپاره د يوې ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې وه.