کور / تازه خبرونه / ‘د ميرانشاه ۴۰٪ سيمه له وسلوالو پاکه شوې”

‘د ميرانشاه ۴۰٪ سيمه له وسلوالو پاکه شوې”

اسلام اباد دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال يې ميرانشاه ۴۰ سلنه سيمه له توندلارو پاکه کړې ده.خو دوی اندېښنه ښيي هغسې چې عمليات مخ پر وړاندې ځي پوځ به له نورو ستونزو سره مخامخ کېږي.چارواکي تر اوسه په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي چې په وزيرستان کې پيل شوي ځمکني عمليات به څه وخت پای ته رسېږي.له سيمې راپورونه وايي چې پوځ له خال خال ډزو، راکټي بريدونو او په کور جوړ شويو چاودېدونکو توکو سره مخامخ دی، خو پر دوی لوی بريد نه دی شوی.پوځي کتونکي وايي له پاکستاني سرتېرو سره نښتې ښيي، چې لا هم توندلاري په سيمه کې شته دي.يوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ويلي چې تر اوسه په دغو عملياتو کې ۲۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.وځ وايي په عملياتو کې يې تر اوسه د بم جوړلو څو فابريکې او د ځانمرګو بريدګرو د روزنې مرکزونه ويجاړ کړي او يو شمېر وسلې يې نيولې دي.پوځ وايي له شمالي وزیرستان نه نژدې ټول خلک وتلي او هغه چې پاتې دي خپل ځان په خطر کې اچوي.داسې معلومات ورکړای شوي چې له ميرانشاه سره نژدې د ايدک په قبايلي سيمه کې ځايي قبايلو له خپلو سيمو وتلو نه ډډه کړې ده.خو پوځي چارواکي وايي دغو قبايلو لا له وړاندې له امنيتي ځواکونو سره يو ځای د وسله والو پر وړاندې د جګېدو وړانديز کړی وو.