انتخابات که د بسوګۍ واده؟
د بسوګۍ د واده په باب مي له ډیره پخوا اوریدلي دي،او په زړه پوري لا دا چي دا یوه محلي کیسه نده د هیواد په ګوټ،ګوټ کي مي دا جملې اوریدلې دي:
“د بسوګۍ واده ترې جوړ سو”، “ته وا د بسوګۍ واده دئ”،”د بسوګۍ واده مه ترې جوړوه”……………………..او دې ته ورته.د “بسوګۍ واده ” اصطلاح هغه وخت کارول کیږي چي یوه موضوع یا یو کار ډیر ځنډنی یا جنجالي سي او هر ځل نوي کیسې،غوښتني ، دا وکړه دا مه کړه،دا غواړم دا نه غواړم …………او داسي نور شیان پکښي را پیدا سي.مخکي له دې نه چي دا ووایم ولي مي اوسنۍ ټاکني د بسوګۍ د واده سره تشبه کړي دي ؟غواړم د بسوګۍ د واده په اړه خپلي اوریدلي در سره شریکي کړم.
د ډیرو دوستانو سره مي پر دې بحثونه کړ ي چي بسوګۍ نو څوک وه؟ او څنګه واده یې وو چي دومره مشهوره سو؟یقینآ چي دا به که عیني کیسه وي یا خیالي جوړه سوې وې ډیره پخوانۍ وي،او تر موږ پوري به سینه په سینه رارسیدلې وي،لکه اوس چي په ټاکنو کي د” ګلمرجان یې نه مني” کیسه مشهوره سوه او ښایې ډیر کلونه وروسته به خلګ دا هم یو بل ته په میراث پریږدي.دوستانو او ملګرو ټولو د بسوګۍ له کیسې نه یو ګډ برداشت درلود چي له نامه یې مالومه ده چي بسوګۍ یوه نجلۍ یا ښځه ده او واده یې جنجالي تیر سوی دئ.خو په دې اړه چي موږ یې اوس دا اصطلاح کاروو،نظریات مختلف وه او اوس هم بیل ،بیل تعبیرونه ترې کیږي.د ساري په توګه د یو شمیر په اند د بسوګۍ پلار هره ورځ پر خپلو خیښانو نوي،نوي شرطونه ایښودل،نور بیا وایې د زوم کورنۍ ډیره غریبه ولور یې نه سو ورکولای خو هر وخت به یې د بسوګۍ د واده کیسې کولي،خو دا په لسګونو کلنو وځنډید او دغسي ډیري نوري ژباړي هر څوک په خپل اند او فکر ترې را باسي چي یوه هم سړي ته د قناعت وړ نه وي.ځکه دا کیسه که خیالي هم وي نو واقیعت ته باید نژدې وي چي د اوریدونکي یا لوستونکي زړه یې ومني.زما لپاره یوازي او یوازي د یو مشر کیسه د قناعت وړ او لږ مي په زړه پوري سوه.مشر داسي کیسه وکړه.
وایې چي بسوګۍ د پلار یوازنۍ لور وه،پلار یې ډیر زامن درلودل او د محل شتمن او خان وو.یوازنۍ لور بسوګۍ پر پلار ډیره ګرانه وه،او چي کیسه را لنډه کړم د بسوګۍ د پیغلتوب سره سم پلار ورته ویل چي ستا د ژوند راتلونکی ملګری(میړه) او واده به ستا په خوښه وي.بسوګۍ تر ډیرو پلټنو وروسته دځان لپاره د ژوند ملګری خوښ کړ او مقابل لوري دستي د خان د اشارې سره سم جرګه یا مرکه ور ولیږل خان او بسوګۍ خپل شرطونه ورته وویل او په پای کي کوزده(کوژدنه) وسوه.د واده لپاره نیټه و ټاکل سوه او ټولۍ تیارۍ د بسوګي په خوښه نیول کیدې،او مقابل لوري هم ټول شرطونه پر ځای کول.د واده ورځ را نژدې سوه د زوم له خوا میرمني او پیغلوټي د جوړې سره د ناوي کورته ولاړي،نارینه وو ټوپک پاکول او غوړول چي سبا ته د ورا* دورتګ سر یو ځای نښي وولي.سبا ته ورا جوړه سوه او د بسوګۍ کلي ته په نژدي کیدو یې د ټوپوکو خولي پورته کړې،او په ډزو یې شروع وکړه یا په بل عبارت د ورا د نژدې کیدو اشاره یې ورکړه.بسوګۍ د ډزو په اوریدولو سمدستي وویل چي د ورا مخ وګرزوئ دا کار اوس نه کیږي دا جوړه چي خیښانو را وړی ده زما نه ده خوښه.خلګ ولاړل او ورا یې رخصت کړه.د واده بله نیټه وټکل سوه،بیا ورا او ډزي دي خو دا ځل بیا بسوګۍ ورا ته خبر ورکړ چي زما د یوې همزولي انا (نیا) مړه ده دا څلویښتي به تیره سي بیا به واده کوو.په لنډ ډول دا عمل په لسګونو واره تکرارسو اوبیا به واده پاته وو او هر ځل به یوه نوې کیسه پکښي را ووتل،او پلار هم د وعدې سره سم د یوازنۍ ګراني لور (بسوګۍ )له خوښي نه وتی.د محل خلګ دومره د بسوګۍ د واده د ډزو سره عادت سوه چي بیا به ښکاریانو خرګټي، هیلۍ یا کوتري ویشتې خلګو فکر کاوه چي د بسوګۍ واده دئ.که به د چا زوی پیدا سو او ډزي به یې کولې نو چي چا به پوښتنه وکړه دا څنګه ډزي دي؟نو هاغه بل به ویل دبسوګۍ واده به وي،او د دې وروسته هره موضوع چي به جنجالي او اوږدیدله نو به خلګو ویل څه د بسوګۍ واده دي تر جوړ کړئ؟…………………….
راځم د ټاکنو د دوهم دور د رایو شمیرلو ته.
۱-د ټاکنو په لومړۍ ورځ مازدیګر ناوخته چي د عبد الله ډله پوه سوه چي ماته یې خوړلې ده نو یې ناندرۍ او هرج او مرج شروع کړ.
۲-د ضیا الحق امرخیل ویډیو یې نشر کړه.
۳-د ټاکنو او شکایاتو کمیسونونو سره یې پریکوڼ اعلان کړ.
۴-د امرخیل ګوښه کیدل یې وغوښتل.
۵-امر خیل استعفا ورکړه.
۶-د یو شمیر ولایتونو د رایو بیا شمیرنه یې وغوښتل،دا کار هم وسو ۱۹۰۰ محلونو رایې بیا و شمیرلې.
۷-د لومړنیو پایلو د نتیجو ځنډیدل یې وغوښتل دا کار هم وسو.
۸-د ملګرو ملتو نظارت یې وغوښت ملګرو ملتونو خپل استازي کمیسون ته واستول،او خپلي مشورې یې شریکي کړې.د کرزی مرسته یې و غوښته نوموړي دوه مرستیالانو ته دنده و سپارل و نه منل سوه.
۹-لاریونونه یې را وایستل،خلګو استقبال نکړل.
۱۰-لومړنۍ پایلي د ډیرو جنجالو وروسته د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي اعلان سوې ،و نه منل سوې.
۱۱- د موازي حکومت داعلان ګواښ،د کرزي د عکس را غورځول او تر پښو لاندي کول،پر ځای یې د عبدالله عکس ځړول.
۱۲-د اوباما نه د امریکې منځګړیتوب غوښتل او د جان کیړي کابل ته د راتګ غوښتنه ،دا کار هم وسو.
۱۳-د یولس زره صندقونو د بیا شمیرولو غوښتنه،په عوض کي یې د ټولو رایو بیا شمیرنه و منل سوه.
۱۴-د ملي یوالي حکومت موافقه د دواړو ټیمونو په مشوره، دا کار هم وسو.
۱۵-د نړۍ نه د ملګرو ملتونو تر مستقیم نظارت لاندي د سلګونو ناظرینو را غوښتل،دا هم وسوه.
۱۶- د ټولو ولایتونو نه د رایو صندقونه را غوښتل او ټوله بیا شمیرنه په مرکز کي کول دا لړۍ دبشپړیدو په حال کي ده.
۱۷-د کمیسونونو قوانین نه منل، او د ملګرو ملتونو له خوا د صحیح او باطلو رایو لپاره نوی میکانیزم ،ومنل سواو میکانیزم جوړ سو،یو ځل موافقه وسوه او بیا یې ونه منل.
۱۸-د ملګرو ملتونو استازئ او د امریکې سفیر بیا مداخله وکړه او دواړي غاړي یې د نړیوال میکانیزم منلو ته را وبللې،موافقه وسوه اوباما له اشرف غني او عبد الله سره په ټیلفون وږغید او د ملګرو ملتونو د میکانیزم نه یې د دوی ملاتړ وستایه،یوه ورځ بعد یې وویل نه یې منو.
۱۹-دا اوس چي مي دا لیکنه کول سنګچاراکي وویل”مذاکرات ما با ملل متحد ادامه دارد،تا همه خواسته های تیم ما قبول نشود شمارش ارا اغاز نه میشود”……………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دې ځنډ پایلي:
-نرخونه اسمان ته و ختل.
-بیکاري خپل اوج ته رسیدلي ده.
-تجارت په ټپه ولاړ دئ.
-د سرمایې فرار ورستي پړاونه وهي.
-خلګ په یوه داسي حالت کي دي چي نه د اوس،سبا او یا راتلونکي په اړه فکر وکړای سي.
-د مخالفینو حملې د کرزي په قول په تیرو دوو میاشتو کي تر تیرو دیارلس کلونو پراخي او خونړۍ وي.
-بهرني مرستي او بیا رغوني پروژي پښه پر ځای دي.
-مامورینو،وزیرانو،والیانو،قوماندانانو،وکیلانو قاضیانو،پولیسو……………………………..د رشوت له بریده چور ته ور دانګلي دي.او څوک چي امکانات لري کورنۍ بهر ته لیږي.
او دا یرغمل سوی او ګونګی ولس د خپل تیاره راتلونکي په خاطر سپوڼ نه سي وهلای.
ملایان او دیني علما،د جهاد ټیکه داران………….د غزې په ویر اخته دي.
اوس نو دا د بسوګۍ واده څنګه بولئ؟ دې نازولي بسوګۍ(د لنډغرو،غلو او قاچقبرانو ………ډلي) ته به څوک قناعت ورکړي،او دې ستونزي ته څوک د پای ټکی کښیږدي.او په دې نازولي بسوګۍ (عبد الله ) به څوک دا ایستلی پرتوګ واغوندي؟