کندهار :شپږ پولیس د مخالفينو سره يو ځای سوي
د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د یوې امنيتي پوستې شپږ پولیس د خپلو وسلو سره د مخالفینو ليکو ته تللي دي.
چارواکي ددې پيښي تاييد کوي او زياتوي، چي دغه پېښه د خاکريز په اروغ سيمه کي سوې ده.
د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک وايي، تر اوسه نه ده معلومه، چي د مخالفينو سره د پولیسو د يوځای کېدو انګېزه څه ده؟
هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چي سيمي ته يې د حقیقت موندني پلاوی ليږلی.
په سیمه کي يوې امنيتي سرچينې ویلي، چي دغه پولیس د خپلو اته مېلو وسلو سره مخالفينو ته تللي او پوسته يې خالي پرېښې.
تراوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د وسله والو سره د پولیسو يو ځای کېدل تر ډېره د جنوب په روزګان ولايت کي ترسره کېدل، خو له يوه – یوه پرتله په ډله ایز ډول د وسله والو سره يو ځای کېدل د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده.