زابل: عطاجان خیريه بنسټ دغزل شپې مشاعره جوړه کړل
ګڼ شمیر شاعرانو تیره شپه په مرکز کلات کی داطلاعاتو اوکلتور ریاست په نوښت او دحاجي عطاجان دخیریه بنسټ په مالي مرسته دغزل شپی په نامه مشاعره جوړه
کړه . په مشاعره کی شاعرانو خپل شعرونه په ترنم سره ولوستل او دمینه والو
لخوا له تاوده هرکلي سره مخ وه.
په پښتو ادب کی دشعر لیکلو کلیمه دمخ پرودي په حال کی ده . یوشمیر افغان
فرهنګي څیړونکی وایی دا مهال په افغانسان کی زیات ځوانان په تول پوره
شاعري کوي او دغه راز دخپلی ژبی دبډایني لپاره شپه او ورځ هڅه کوي ،
څیړونکي پدی باور دي چی کی ددي هیواد ادیبان لاس په کار شی نو دا هیواد
به هم د ادبیاتو دیو پیاوړي مرکز په نوم ونومول شی . که څه هم په
افغانستان کی اوسمهال دشعر لیکلوکو لپاره زیات ځوانان هڅول کیږی خو
څيړونکی وایی دشعر پخوالي دژبی دراتلونکي لپاره تاریخي قدامت پیدا کوي.