افغان طالبان: دافغان مهاجرو زهیرول دي بندسي

عطاالله محمدي | فبروري 2nd, 2015


افغان طالبانو له افغان مهاجرينو سره د بد چلند له کبله د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې ده او خبرداری يې ورکړی دی چې د افغان مهاجرينو له ځورولو دې لاس واخېستل سي.
په پېښور کې پر يوه ښوونځي تر بريد وروسته پاکستاني پوليسو د افغان مهاجرينو په ځورولو لاس پورې کړی او په سلګونو کسان يې د اسنادو د نيمګړتيا په تور نيولي دي. او هره ورځ افغان مهاجر په بیلا بیلو بهانو زهیروي ، وهي ډبوي ئي او ورڅخه په ناحقه پیسي اخلي .
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کې ویل سوي، چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي، چې د هغو پوليسو او امنيتي مامورينو مخه ونيسي، چې له افغان مهاجرينو سره بد چلند کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024