د دوو وسله والو ډلو ترمنځ سخت جنګ روان دئ

34 | جون 22nd, 2008



د پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسي كي د دوو وسله والو ډلو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
دغه جګړه چي له پرون راهيسي روانه ده، له كبله يې د دواړو خواوو څخه۳۳ كسه وژل سوي او تر دېرشو زيات ټپيان سوي دي.
چارواكي وايي جګړه د خيبرايجنسۍ په ليري پرته غرنۍ سيمه تېراه كي د دوو قبيلو ترمنځ روانه ده، چي د جګړې د شدت له امله سيمي ته د خلګو تګ راتګ بند سوى او دواړي ډلي د يو بل پر ضد له سپكو او درنو وسلو څخه كار اخلي.
د خيبرايجنسي د پوليټيكل چارواكو په وينا ځيني كورنۍ د دې جګړې له بيري كډي كولو ته هم اړوتي دي.
د يادوني وړ ده چي په تېرو دوو كالو كي د دې دواړو قبيلو ترمنځ تر پنځوس ځله ډيري جګړې سوي، چي په جريان كي يې د څلورو سوو په شاوخوا كي كسانو سرونه د لاسه وركړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024