په پاکستان کې چورلکه غورځېدلې ده
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد : بي بي سي دخبرله مخې د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له امله د ناروې او فلپین سفیران او د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو د مېرمنو په ګډون۶ کسان وژل شوي دي۳ کسان ټپیان دي په وژل شويو کې ۲ پاکستاني نظامي پیلوټان او ۴ بهرني وګړي شامل دي په کې ۱۱ بهرنیان او ۶ پاکستانیان ووپه ټپیانو کې د پولنډ او هالنډ سفیران هم شامل دي د پوځ د عامه اړیکو مشر عاصم باجوه وویل، دغه پېښه نن سهار (مې ۸) د پاکستان د نلتر په سیمه کې شوې ده.باجوه پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي، دغه ایم آی ۱۷ روسۍ چورلکه عادي ډول پرواز په حال کې وه چورلکه د کښته کېدو په وخت کې د نلتر سیمې نظامي ښوونځي له ودانۍ سره ولګېده..پوځ وایي، په.د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، دغه کسان د پاکستان د هوايي ځواکو د تورستي برخې پرانیست غونډه کې د ګډون لپاره روان وو.د پاکستاني چارواکو په وینا، له دغې پېښې وروسته لومړي وزیر نواز شریف خپل سفر نلتر سیمې ته لغوه کړ.