د هلمند ولايت پر ودانۍ ډله ييز بريد پاى ته ورسېد
عطاالله محمدي
د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د وسله والو له خوا پيل سوى ډليز بريد پاى ته ورسېد.
چارواکي وايي چي بريد د درو وسله والو په وسيله سوى وو چي يوه ئې خپله ځان چاودلى او دوه نور ئې د پوليسو له پوري په ټکانو کي وژل سوي دي .
د چارواکو په وينا چي په دې بريد کي ديارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چي اووه پکښي وژل سوي او شپږ ئې ټپيان سوي دي.