خيبر ايجنسي: طالبانو د ناټو اكمالاتي موټران وتښتول

34 | جون 26th, 2008



د قبايلو په خيبر ايجنسي د جمرود په سيمه كي وسله والو طالبانو د ناټو ځواكونو پر يوه اكمالاتي كاروان بريد وكړ او څو موټره يې وتښتول.
د ناټو دغه اكمالاتي موټران له كراچي څخه پېښور او وروسته په افغانستان كي د باګرام هوايي ډګر ته انتقالېدل.
د روان كال په مارچ كي هم دې سيمه كي د امريكا د درو پوځي څرخكو الوتكو ماشينان تښتول سوي وه، چي د امريكايي چارواكو په وينا ديارلس اعشاريه درې ميليونه ډالره ازرښت يې درلودئ.
تر اوسه لا دا نه ده معلومه چي په تښتول سوو كانټينرونو كي يوازي خوراكي توكي دي، او كه وسلې او نور جنګي سامان آلات هم شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024