اسرائيل: د يهودانو څخه ضبط سوي كتابونه مو ترلاسه كړل

34 | جولای 2nd, 2008



په عراق كي د صدام حسين د واكمنۍ پر مهال د دغه هيواد له يهودي مذهبو اتباعو څخه څه د پاسه درې سوه نايابه او قيمتي كتابونه ضبط سوي وه، چي د صدام د واكمنۍ تر ړنګېدو وروسته د اسرائيلو لاسته ورغلي دي.
د اسرائيلو يوې ورځپاڼي په دې اړه يو راپور خپور كړى چي وايي په دې كي د تورات د ۱۴۸۷ ميلادي كال خپره سوې ژباړه او يو شمېر نور خورا مهم تاريخي او قيمتي كتابونه شامل دي.
دا ټول هغه كتابونه دي چي د صدام حسين استخباراتو له عراق مېشتو يهودانو څخه ضبط كړي او د بغداد په يوه محفوظه حكومتي كتابخانه كي ساتلي ول.
كه څه هم د ۲۰۰۳ كال په اپرېل كي د صدام حسين د حكومت تر نړېدو وروسته د عراقي كتابخانو ځيني مهمي نسخې د ساتلو دپاره واشنګټن ته ولېږل سوې، خو په دې اړو دوړ كي ځيني داسي كتابخانې هم وې چي د وسله والو ډلو لاسته ولوېدې چي ښايي پورتني كتابونه هم له يوې ډلي سره د پټي معاملې په ترڅ كي اسرائيلو ته قاچاق سوي وي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024