افغان ادبي ټولنې دمشرتابه کميسون وټاکه
پيښور
افغان ادبي ټولنې د مشرتابه کميسون وټاکه افغان ادبي ټولنې د خپلې اوونيزې غونډې په ترڅ کښې د مشرتابه کميسون لپاره له ډېرو مشورو وروسته لاندې کسان غوره کړي دي :
١- اسلام گل شېرزا د ټولنې مشر
٢- واحد الله خاکسار د ټولنې د کورنيو چارو مسوول
٣- محمدعارف همدرد د عامه اړيکو مسوول.
٤- عبدالوهاب څاروان د مالي چارو مسوول
٥- فضل قادر انډيوال د مطبوعاتي چارو مسوولدا چې ټولنه مرستيال نه لري نو ددغې دندې لپاره اووه کسيزه مشورتي ډله جوړه شوې ده ، چې غړي يې په دې لاندې ډول دي :
شيرين آغا احمديار ، نجيب الله اکرامي ، علامه عبدالستار محمدي ، تحسين الله تحسين ، ملنگ غر، سيدعمران شهيداو محمد نسيم سکون .
د يادونې وړ ده ، چې دغه کميسون به تر يو کاله پورې خپلې چارې ترسره کوي .ددغه کميسون د ټاکنې لپاره پرون د پېښور د بورډ د پي سي ايس کالج په انگړ کښې د عبدالوهاب څاروان په مشرۍ غونډه وکړه ، د غونډې په ترڅ کښې اسلام گل شېرزاد د مشرتابه دکميسون نومونه اعلان کړل.
او وروسته محمدعارف همدرد خپل ادبي نثر ((زه څوک وم او څه شوم )) کره کتنې ته وړاندې کړ ، چې مينه والو پرې خبرې وکړې او منځلارى يې وگاڼه.دغونډې په ترڅ کښې د هېواد د ورځپاڼې د بنسټوال سلطان محمدصابر په مړينه هم خواشيني وښودل شوه.