ګوته – طنز
ښائي د گوتې ورکولو سنت زموږ ټولنې ته د بې سنته ھندوانو د ودونو له رسمونو څخه را کاپي شوې وي۰ ځکه خو موږ ورته پخپله ژبه کې مناسبه کلمه ھم نه لرو۰ ھغوی ھغې یوې ته چې د کوژدې په مراسمو کې ئې ھلک جینۍ ته ورکوي، انگھوٹی وائي او دا بله بیا اُنگلی بولي خو موږ دواړہ گوتې بولو۰
یو زرگر اشنا مې ویل په بازار کې له یوہ ښکلي ھلک سرہ مخ شوم۰ ویل ئې: پلار مې تاسې ته رالیږلی یم، بله ورځ زما کوژدہ دہ، که تاسې یوہ گوته راکړئ! ما ورته وویل: په بازار کې خو دا کار ناشونی دی، مازدیگر دوکان ته راشه، داسې گوته درکړم چې ټول عمر به ئې یاد ساتې!!
گوته ورکول اوس ھم زموږ په لیرې پرتو کلیوالو ځایونو کې چندان نشته، خو په ښاري او ورسرہ خوا کې نژدې سیمو کې دا رواج ساري او جاري دی۰
د گوتې ورکولو ټوله پروسه داسې پیلیږي چې کله د جینۍ کورنۍ
د ھلک پر غلامۍ رضا شي نو بیا د دواړو فامیلونو لخوا د کوژدې د مراسمو لپارہ یوہ ورځ وټاکل شي او په ھماغه ورځ دواړہ کورنۍ، خپلوان او نور دوستان را غونډ شي۰ ھلک د ټولو په حضور کې جینۍ ته گوته ورکړي۰ دغه وخت چکچې شي مبارکۍ شي، ھلک چې د ټولو خپلوانو مبارکۍ، چکچکې او خوشالۍ ویني، بیخي بلې ھوا ته والوځي او داسې فکر کوي چې گواکې د تورخم دروازہ ئې پخپل مټ نړولې۰ جینې ظاھرآ شرمیږي خو په زړہ کې وائي: ښه شوہ بچو چې دا گپ تا پخپله ازاد کړ۰ اوس به دې زہ ھم خوښه شم! څه مودہ وروسته وادہ وشي او بیا ھمدا جینې ھماغه بیچارہ ھلک ته ټول عمر گوتې ورکوي۰ په پیل کې ئې ھلک بدہ مني خو له شرمه څه نه وائي، ورسته بیا تور غوږی ( روږدی ) شي۰ ھمدغه د قسمت پریکړہ وبولي او ورته تسلیم شي۰
زموږ د کلي مولوي صیب تیرہ جمعه په خطبه کې د نکاح فضایل بیانول۰ ھغه وویل نکاح عقد دی او عقد غوټې ته وائي چې پر مټ ئې د دوہ انسانانو ژوند سرہ غوټه کیږي۰ دغه مھال یو ځوان چې د وادہ ئې کال دوہ کیدل، ورپاڅید، او ورته ئې وویل: نه مولوي صیب! ته خطا شوې! دا غوټه نه دہ ځکه غوټه خو سړی خلاصولی ھم شي، داسې ووایاست چې دا د اوړي ژاوله ده که یو ځل دې په جامو پورې ونښته بیا ئې والله که د چا پلار در څخه لیرې کړي۰
څو کاله وړاندې زما گران ملگري او خوږ ژبي شاعر ھاشمي صیب پخپل وال یو پوست نشر کړی و۰ لیکنه د استاد ایوب ددې مشھورې سندرې، ای عشقه نامرادہ! تا څه په غمو سر کړم، په اړہ وہ۰ ھغه لیکلي و: چې کله سړی د استاد ایوب په خوږ آواز کې دا سندرہ اوري نو یو بل راز تاثیر پرې کوي او بې اختیارہ ئې له سترگو اوښکې روانیږي۰ نه پوھیږم چې د ھاشمي صیب په ھغه پوست ما څه تبصرہ کړې وہ خو که ھغه ھماغه پوست اوس نشر کړی و نو زما تبصرہ به پرې څه دا شان وہ : د استاد ایوب دې سندرې ته مختلف خلک ژاړي چې د ژړآ لاملونه ئې سرہ جلا دي۰ ځینې د استاد ایوب له سوز څخه ډک آواز ژړوي، ځینې بیا چې په خپله مینه کې نامرادہ شي یانې د خپلې خوښې جینۍ ته له گوتې ورکولو پاته راشي ھغه بیا ټوله پړہ پر عشق اچوي، ښیرې ورته کوي، بد او نامرادہ ئې بولي۰ دغه ډله ناکام عاشقان له نورې سندرې سرہ کار نه لري، یواځې ای عشقه نامرادہ او ای عشقه نامرادہ له ځان سرہ وائي او ورته ژاړي۰ او ھغه چې پخپل عشق کې بریالي شوي وي، یانې د خپلې خوښې جینۍ ته په گوته ورکولو کامیاب شوی وي او پر وادہ ئې ھم کال دوہ اوښتي وي، ھغه بیا د سندرې دې برخې سرہ چې وائي تا څه په غمو سر کړم، ژاړي۰
زما زوړ اشنا وزیر گل د گوتې ورکولو دود ھندی نه بولي۰ ھغه وائي دا کلتور انگریزانو له ځان سرہ د ھند لوئې وچې ته راوړی۰ د وزیر گل په اند نورو ته د گوتې ورکولو عمل غربي پدیدہ دہ۰ ھغه مخکې وائي: غربیانو زیات و کم دوہ سوہ کاله د ھند لویه وچه ولوټله۰ ھلته ئې چې څه ارزښتناک شیان، تاریخي اثار، سرہ او سپین، قیمتي کاڼي د کوہ نور په گډون پیدا کړي، نو ئې ترې خپل وطن ته وړي، او د دې دوہ پیړیو لوټ او چپاول په بدل کې ئې ورته خپله ژبه، انگریزی قانون او د گوتې ورکولو دود پرې ایښی، انگریزانو د خپلو وتلو پر مھال لوی او متحد ھندوستان تقسیم کړ او د ھند ولس ته ئې د منځنۍ گوتې پر ښودلو گوډ بای وویل۰
سرہ له دې چې د منځ گوته ښودل په غربې کلتور کې د کنځلې پر مانا دہ، خو وزیر گل ئې په دې ځانگړې قضیه کې پر کنځلو نه تعبیروي او وائي: د گوتې له ښودلو څخه د انگریزانو موخه ھندي ولس ته ھمدغه توصیه او سپارښتنه وہ چې د ھغوی په نه موجودیت کې به یو بل ته د گوتې ورکولو دود جاري ساتي۰
ښائي ھمدا لامل وي چې د انگریز له وتلو څخه را وروسته ھم د ھندوستان دواړو برخو ( ھند او پاکستان ) تر نن پورې یو بل ته د گوتې ورکولو ھیڅ فرصت له لاسه نه دی ورکړی۰ او ھند خو لا یو ځل خپل مدِ مقابل ته داسې گوته ورکړہ چې په منځ ئې نیم کړ۰
په افغانستان کې مفشن عبدالله د انتخاباتو نتایج نه منل او ویل ئې: زما په موجودیت کې به بل کوم کُجا وي چې خلک ورته گوته ورکړي۰ بل خوا ولس خپلې ھغه ککړې گوتې چې مفکر صیب ته ئې ورکړې وې د تلویزونونو پر پردو نیغې نیغې کولې خو د ھغه پرې تسل نه کیدہ۰ نو د مجبوریت له مخې خبرہ د زوړ انگریز نوي میراثخور ملک جان کیري اکا ته پاته شوہ، او داسې پریکړہ وشوہ چې ملک اکا پر ھر چا گوته کیښودہ، ھماغه ته به ولس له ھغه بل څخه ډیرې گوتې ورکړې وي۰ خو ملک اکا د خپل ملکي جبلت ( خوی )په تقاضا زموږ سرہ داسې گوته وکړہ چې اوس ئې ټول گنگس کړي یو او د ماشوړې سر او پښې ئې راڅخه خطا کړي۰ انگریزانو له ھندوستان څخه د خپلو وتلو پر مھال ھند نیم کړ او ځایناستو ئې زموږ حکومت!! که انگریزانو د ھند ولس ته د منځ گوتې په ښودلو گوډ بای ووایه نو ځایناستو ئې له مفکر څخه د منځ گوتې کار واخیست او ټول افغان ولس ته ئې پرې ویلکم ( ستړي مه شي ) ووایه۰
زہ او وزیر گل ھم ټولوھغو ملگرو ته ستړي مه شي وایو چې مفکر صیب ته ئې په انتخاباتو کې گوتې ورکړي. او اوس زموږ پشان له قرضدارانو پټ گرځي۰
حفیظ الدین پیرزادہ
د ۲۰۱۶ م کال د سپتمبر ۱۲ ستاکھولم