کور / تازه خبرونه / د شمال ختيځو سيمو پخواني قومندانان هم ونډه غواړي

د شمال ختيځو سيمو پخواني قومندانان هم ونډه غواړي


 


د شمال ختيځو سيمو شاوخوا دوه سوه پخوانيو قومندانانو پرون د ليندۍ د مياشتي پر لومړۍ نېټه په تخار ولايت کي دولت ته ګواښ وکړ چي که ددوی حقوقو او ونډو ته هم پام ونه سي نو ناوړه پايلي به ولري . دا خبره د برهان الدين رباني د جميعت اسلامي ، عبدلرب رسول سياف اتحاد اسلامي ، او جنرال دوستم جنبش ډلو فومندانانو برخه اخستې وه .


سياسي شنونکي پر ولسمشر حامدکرزي تور لګوي چي په دولت کي يې پخوانۍ نظار شورا او رباني د جميعت ګوند تر څنګ يو شمېر پخوانيو تنظيمونو ته په دولت کي لوړي چوکۍ او ډير امکانات ورکړي دي دوی وايي چي ددولت په لوړپوړو چوکيو کي د پخوانيو جنګسالارانو پاته کيدل اداري فساد  او نا امنۍ ته لاره هواره کړې ده .


پژواک خبري اژانس وايي چي د بغلان ولايت پخواني قومندان او په ولسي جرګه کي اوسني وکيل مولوي سراج الدين غونډي ته د وينا پر مهال وويل : دولت بايد په کومت کي د مجاهيدنو ونډه له پامه ونه  غورځوي .
يو شمېر نور جهادي قومندانان او افغان مجاهدين د جميعت ګوند او نظار شورا پر مشرتابه او ولسمشر حامد کزري نيوکه کوي اووايي چي په اوسني دولت کي هغه کسانو ته چي له روسانو سره يې معاملې کولې د مجاهدينو په نوم هر څه ورکول کيږي ، مګر هغو چي واقعي جهاد کړی دی اوس د طآلب او القاعده په تور ځورول کيږي او نيول کيږي .