دکلتور وزارت دپاکستان لخوا پر افغاني TV ګانو بديز وغانده
د اطلاعاتو او کلتور وزارت دپاکستاني دولت لخوا پرسرحد ايالت کې پرافغاني ټلويزيوني چينلو لګيدلى بنديز غندي او دغه اقدام د بيان د آزادۍ پر وړاندې خنډ بولي .
د اطلاعاتو اوکلتور وزارت دويندوي حميد ناصري وردګ ددفتر لخوا په يوه خپره شوي اعلاميه کې نن دچنګاښ په ٢٦مه راغلي ، دوي له پاکستاني چارواکو غواړي چې پر کيبلي خپرونو لګيدلى بنديز لرې او د بيان د آزادۍ درناوى وکړي .
د پاکستان د کيبلي خپرونو اتحاديې د نوموړي هېواد د حکومت په غوښتنه يو ځل بيا په پاکستان ، په ځانګړې توګه سرحد ايالت کې د افغاني تلويزيونونو پر خپرونو بنديز لګولى دى .
پر پاکستان کې پر کيبلي شبکو له تيرو څو ورځو راهيسې د ملي تلويزيون ، آريانا ، شمشاد ، لمر او طلوع تلويزيونونو خپرونې بندې شوې دي .
دپاکستان دسرحد ايالت دکيبل اپريټرانو د ټولنې يوتن چارواکي ويلي دغه کار يې يې ځکه کړي چې ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان بې ځايه تورونه ولګول .
دغه چارواکي داهم ويل چې دغه کار يې دحکوت پرخوښه نه بلکې دوى پخپله خوښه کړئ دئ .