نړيوالي محکمې د سردار محمد داود خان قاتل ور غوښتئ وو

د لراوبر اداره | جولای 18th, 2008


د روان کال د جولای په لومړی اونی نړيوالي محاکمي جنرال امام الدين د پوښتنو لپاره ورغوښتئ وو. نړیواله محاکمه چې مرکز يې د هالنډ په ( دن هاخ ) هاګ ښارکې دی د هېواد د  لومړي جمهور ريس سردار محمد داود خان قاتل د لومړی ځل لپاره وپوښته.


جنرال امام الدين چې تر ډیره پری د جمهورئيس سردار محمد داود خان د قتل باور دی په هاګ کې د دوه ونيو په ترڅ کې دنړيوالي محاکمي له خو د لمړي ځل لپاره تر پوښتونو لاندي راغئ.


 ددغه خبر پخلی  د جنرال امام الدين زوم معشوق  او مشرې لور زرمېنې کړي دی. 


د جنرال امام الدين ورور امادالدين وايې چې ښاغلی امام الدين اوس پس له دوه ونيو پوښتنو  بيرته د ناروي هېواد( بيرګن ) ښارته څيرمه ، چېرته چې نوموړی له ۷ کالوراهیسې استوګن دی ستون شوی . اماد الدين زياتوي  چې هاګ نړيوالې محکمې  جنرال امام الدين ته ویلې دي چې بيا به يې د پوښتونو ګرویګنو لپاره ورغواړي  . دغه پيښې دنوموړي کورنی ډیره په تشويش کې اچولي..


دا په داسې حال کې ده چې څو ونۍ وړاندي د سردار محمد داود خان او کورنی ډله يز قبرونه د ولس مشر کرزي د یو ځانګړی فرمان په اساس کشف او دمګړی تر څیړنو لاندي دي.


دا خبر په داسې حال کې خپريږي چې د سردار محمد داود خان په زيار او سر خندنو جوړ جمهوريت پرون ۳۵ کلن شو.


له ټولو درنو هېوادوالو په درناوی غوښتنه کیږي چې د نړیوالې محکمې د دغه په ځای څیړني ملاتړوکړي اوهغه  لاسوندونه ، خاطري او د سترګو لېدلی حال چې له ځانه سره لري له یادې محکمې سره شرک کړی.


دا به د هغه جنایتکارانو لپاره د خطر يو   زنګ وی چې په ورستيو درې لسيزو کې په بشري حقونو د تېري له تور سره مخامخ دي او لا خلاصې پښې ګرځي .  ياده دي ویي چې د هاګ نړيوالې محکمې تر  دي وړاندې هم دوه  تنه د لوړی کچي  کمونست  چارواکې له محاکمې وروسته په ۸ او ۱۳ کالو بند محکوم کړي چې لا بندیان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024