" /> " /> " /> " /> د رنځوري هیلي د ارزوني او کره کتني بشپړ راپور  – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / د رنځوري هیلي د ارزوني او کره کتني بشپړ راپور  Fotos

د رنځوري هیلي د ارزوني او کره کتني بشپړ راپور  Fotos

دجولای په دولسمه نیټه د ما ښام په اوو بجوپه لندن ګی د افغا ن لیکوالو د فرهنکی ټولنی له خوا دلندن په شمال  په یوه ا فغانی رستورانت کي د عبدالوکیل سوله مل شینواري د نوي خپرې شوی دا ستانی ټولګی ((رنځوری هیلی)) د کره کتنی او ارزونی غونډه رابلل شوی وه.



د غونډی لومړی وینا وال د هیواد ښه شاعر افضل ټکو ر و چی د ټولنی په استا زیتوب یی د غونډی ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه :


او دداسی غونډو د جوړیدو په اهمیت یی لنډه رڼا واچوله .


له ښا غلی ټکور وروسته د رنځوری هیلی لیکوال د ټولګی دوی کیسی ولوستی . دده په کیسو پسی د بی بی سی راډیو ښه ویاند اونوما ند کیسه لیکوال ایمل پسرلی خپله کره کتنه واوروله .
 



دويمه مقاله دليکوال لطيف بهاند وه چې له مسکو نه يې غونډې ته را ليږلې وه اوشاعر نظيف الله تکل ولوستله. داستاد بهاند ترمقالې وروسته افغان وتلي ژبپوه ، پوهاند مجاوراحمد زيار دتيليفون له لارې خپل لنډ پيغام واوراوه. استا دغونډې درابلونکووکاروستايه اوليکوال ته يې بې پايه برياليتوب وغوښت اوپه پاى کې يې  په لنډو وويل: ما ددې مخکې دهغه دبلې ټولگې په باب هم ويلي او اوس هم وايم چې سوله مل شينوارى هغه څه ليکلي او ويلي چې نوروپرې سترگې پټې کړې دي. 


دا ستاد زيارترپيغام وروسته استاد داود جنبش چې غونډه يې پرمخ بيوله دکتاب اودهغه په اړه خپل نظرداسی  بيان کړ: لکه څنگه چې دکتاب په پښتۍ ليکل شوي داد افغان ښځې دژوندتیت انځوردى خوزه وايم دايې روڼ انځوردى. زما له نظره داکيسې دژباړې جوگه دي اوښه به وي که انگريزي ته وژباړلې شي. ښايي په غرب اونوره نړۍ کې ښه لوستونکي ومومي.


 تراستاد وروسته ددري ژبې وتلي شاعر اوکره کتونکي محمد رضا محمدي خپله ليکلي کره کتنه واوروله. ښاغلي محمدي پخپله کره کتنه کې وويل: دشنيواري سبک ترډيره دروسي کلاسيک ليکوال چخوف اوترکي لوى ليکوال اوطنزليکونکي عزيز نسين ته نيږدې دي. داداواړه په رښتيا سترليکوالان دي. خوزموږشنيوارى بايد په دې وپوهيږي چې اوس دهغوى زمانه نه ده. دى بايد دنوي سبک اونوو نوښتونولاره خپله کړي. دشينواري داستانونه ترډيره له ژورتيا خالي دي ، لوستونکى تفکرته نه ر ابولي اوپه لوستونکي په اسانى هر څه مني. دداستانونودکرکترونو حرکت يې پخپل لاس کې نيولى اوددوى ازادي يي محدوده ساتلې ده. زما له نظره دمجموعې ترټولوغوره داستا ن يې دټولگې وروستي کيسه ، نارينه قاضيان دي چې د نارينه واکى يو ښه انځوردى. دشينواري دکيسوبله په زړه پورې برخه دهغه دکيسوبربنډحالتونه دي چې تراوسه دده په اندازه چا قلم ندى پرې چلولى.  دمحمدي له وينا وروسته نوماند کره کتونکي اوکيسه ليکونکي عبيدالله محک خبروته راوبلل شو، هغه وويل: په پښتوداستاني نثرکې دښځوموضوع اول ځل مرحوم راحت زاخيلي ځاى کړى اوله هغه راوروسته ليکوالوهم دښځوموضوع ته پخپلوکيسوکې ځاى ورکړى دى.


دشنيواري کيسې ما ته دکاتب پاڅون ، منان ملگري او واحد نظري په څيرخوند راکوي. خودده لاراوسبک له دوى بيل دى. زه په يوې موضوع دځانگړې ټولگې ياکتاب خپرول غوره گڼم خوغواړم ووايم چې يوې موضوع ته دټولگې ځانگړي کول دليکوال هنري خلقت ته زيان ورسوي اوهغه اړباسي ځينې وخت پرته لدې چې دکيسه ليکنې الهام پرې راشي کيسه وليکي اوپدې توگه بې خونده کيسه وپنځوي. ماداکيسې دده دنوروکيسوپه څيرپه غورلوستي خوزه يې ددده دپنځوس ميلونه نه ښې کيسې نه گڼم . 



دخبرواوکره کتنې دبرخې وروستى وينا وال دبي بي سي تکړه وياند اوشاعرولي نا روغ  و،هغه لنډې خبرې وکړې اوويې ويل چې دليکوال کيسوخورا ډيرخوند و رکړى اوهرې کيسې یی دافغانى ښځې ستونزې ورته مخی ته درولې دي.او ددغو کيسوله لوستلو وروسته دې پايلې ته رسيدلى چې شينوارى دلويو هستونوتوان لري. دولي ناروغ له لنډې وينا وروسته دپوښتنو اوازاد بحث لړۍ پيل شوه. لومړى پوښتونکى ولي ناروغ و، هغه وپوښتل چې داسې په زړه پورې ښځينه موضوعات يې له کومه کړي د ي. دبي بي سي بل وياند قاسم خان مندوخيل بيا وويل ستاسودکيسوداتلانوپاى تراژيدي وي تاسوبايد هغو ته له بدبختيونه دوتلولارې وښيى. ولې مودې برخي ته پام نه دى کړى.


دغونډې بل گډون کوونکي امين کټوازي وپوښتل: زه د٥٠ ميلونه کيسه ایزی ټولګی دلمانځنې په يوه غونډه کې ناست  وم . له تاسوچا وپوښتل کيسې موولې دومره بربنډې دي . تاسو ورته وويل  که اړشم له دې به هم بربنډې کيسې وليکم. او س وینم چی دی چاری ته دوام ورکوئ .


سليم حيات چې پخپله هم کيسې ليکي او دکيسودفن په اړه مالومات هم لري وويل . دکيسوانځورگري کمه ده په(( پاروونکې گولۍ)) کيسه کې يې دکيسې په کرکترحاجي غلام رسول دوه ځلې د مازیګر لمونځ کړى دى . په نااشنا سندره کې با يد سندری فولکلوريکی واى چې ليکوال يې نیوکی پرځاى وبللې. تر پوښتنو اوبحث وروسته ليکوال ته دخبرو وار ورسيد.


وکيل شنيواري خپلې خبرې داسې پيل کړې: ترټولووړاندې  اجازه راکړې چې په نننۍ ناسته کې ستاسې  دټولوله گډون نه مننه وکړم. لاداټولگه چاپ اوخپر ه نه وه چې ډيرودوستانو اومينه والو ته ورسيده. اووروسته يې ځينې بحثونه اوپوښتنې وزيږول .هغه مسايل چې پوښتنې يې راپورته کړې اوزمادکيسوځانگړتيا جوړوي دادي:


په کيسوکې بربنډحالت


دکيسوډراماتيز جوړښت (لنډوډرامو ته ورته والى)


دپښتونيولوگيزم


دنامناسبوترکيبونواوکلمو وجود


دکيسودبربنډې برخې په اړه  با يد ووايم چې هرڅوک چې فکر کوي داکيسې بربنډې دي، تيروتي دي، ځکه بربنډې کيسې دکيسويوډول دى چى په لويديځه نړى کې دوددي. زما په کيسوکې دبربنډوحالتونوشته والى دکيسې دسوژې خړوبيږي. زه په کيسه کې د اډول حالت اوجملې دموضوع دواقعیت لپاره کوم اوهغه حالت چې زه يې انځورول غواړم لدې پرته ناشونى دى . ډراموته زما دکيسودنيږدې والي په اړه بايد ووايم چې دازما انفرادي سبک دى ، دارښتيا ده چې زه په کيسوکې ډيرزورپه ډیا لوګونوراوړم اوډيرې کيسې په واحد زما ن اومکان پاى ته رسوم خوداډول کيسې په نړيوال داستاني ادب کې هم زيات ځاى لري لکه دچخوف،( دپنډاونرې) کيسه . زما په کيسو کې دنيولوگيزم وجود په رښتيا چې زما دکيسودکرکترونو ژبې ته څه زيان اړولى دى ځکه زه هم ستاسوپه څير پدې باوريم چې دداستان ژبه دمقالې اوژورناليزم ژبه نده زما دکتاب په گرامري برخه کې په رښتيا چې استا زيار ډيرزيارگاللى اوزه يې ددې لوريينې پوره پوروړى يم خوپه ځينوځايونوکې زما دلغتونوپرځاى دده دنيولوگيزم کارونه مناسبه نه گڼم.لکه په ځينوکرکترونوکې دقرباني پرځاى بلهاري یا د رحم په ځای زیلانځ اوداسې نور…


مازيارصاحب ته دهغه احترام له مخې داکارکړى چې ورته لرم يې خوډيرداسې عبارات اوویینی هم وي چې داستا د له سمونوسره سره مې پخپل ځاى پريښې دي . لکه دټوپکي وزير دصراط المستقيم په ځاى سيده لار. زه پوهيږم چې زما په داستانونوکې ځينې عبارات اوترکيبونه بدرنگه دي خوماداکارقصدي کړى دى ، دبيلگې په توگه زما دکيسې يوکرکتروايي که دلته (اروپا) ته خپله مورهم راولي خرابيږي. هغه څوک چې فکرکوي دادمورتقدس ته زيان دى تيروځي ځکه زه ددې خلاف دمورتقدس نورهم لوړوم. چې داروپا شرايط دومره نامناسب دي چې دمورغوندې يوه پرښته هم په پاى کې کيداى شي ځان بايلي.


دشينواري لدې څرگندونووروسته دپوښتونکو پوښتنوته په خپل وارځوابونه ورکړل شول. دولي نا روغ دپوښتنې په اړه وويل شول چې ما مخکې اوپه د ې کيسو کې دافغانې ښځې ژوند انځورکړى دى . وروسته له ورته کيسونه داټولگه جوړه شوه. دقاسم خان مندوخيل ددې پوښتنې په ځواب کې چې اتلان يې ولې انقلاب نه راولي وويل شول چې زه کيسې هسې چې دي خلقوم زه يوازې په خپله هنري بيا جوړونه غواړم دخپلواتلانوستونزوته دنوروپام ورگرځوم داچې زه دې له هغو څه وغواړم دا زما کا رندى زما کاريواز ې دهغوى دحالت بيا ن دى نه دستونزودوتلو لار. ليکوال نه قاضي دى اونه هم څارنوال. هغه يوازې دپيښوشاهد اوگواه دى. زه هنري خلقت يوازې دښکلا په موخه گورم اوبس.


دنظيف الله تکل ددې پوښتنې په اړه چې بربنډې کيسې به يې په افغانستان کې هم لوستونکي ولري کنه شينواري وويل : زه پدې باوريم چې دلوستونکوستونزه به ونلرم اوپه افغانستان کې به لازيات لوستونکي ومومم


دښاغلي شينواري له دې څرگندونو اوځوابونو وروسته غونډه دشپې په ١٠ نيموبجوپاى ته ورسيده.  






  1.  د مخکتني په پلمه یو څو خبري —    لطيف بهاند
  2.  رنځورو هيلو ته يوه ځغلنده کتنه  — ايمل پسر لی