جنوبي وزيرستان: څلور ملکي وګړي وژل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | اپریل 28th, 2018


په جنوبي وزيرستان کي څلور ولسي کاريګر نامالومو وسلوالو وژلي دي.

پېښه تېره شپه د جنوبي وزيرستان په مومي کړم سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي نامالومو وسلوالو د ولسي کاريګرو پر خېمه ډزي وکړې او په خوب ويده وګړي يې ووژل، وروسته يې د هغوی خېمې ته اور ورته کړ.

دا کاريګر ټول پښتانه دي او دې سيمي ته د غريبۍ کولو لپاره تللي وه.

په دې وروستيو کي د شمالي او جنوبي وزيرستان په هغه سيمو کي هدفي وژني ډېري سوي دي په کومو کي چي پاکستاني پوځ پوستې جوړي کړي دي او کنټرول يې ددوی په لاس کي دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ پر پاکستاني پوځ نيوکه کوي چي په شمالي وزيرستان ته يې طالب مشران راوستي دي او هلته د ځينو سيمو کنټرول ته يې طالبان ګومارلي دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کي طالب مشران ميشت کړي دي او په خواله رسنيو کي دا اوازې تودې سوي چي په سيمه کي ځيني سيمي پاکستاني پوځ طالبانو ته سپارلي دي.

شمالي وزيرستان چي د محکوم وطن يو ځپل سوې سيمه ده، وړاندي طالبانو او القاعده ډلي خپل د روزني مرکزونه پکي فعال کړي وه چي وروسته په ۲۰۱۴ کال کي پاکستاني پوځ د ضرب غضب په نامه عمليات پيل کړه او په زرګونو پښتانه يې د ترهګرو په تور ووژل او په لسګونو زره يې د ځان سره بوتلل چي تراوسه لادرکه دي. په دې عملياتو کي د سيمي ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل .

خو نن بيا د پاکستاني پوځ له لوري همدې سيمي ته طالب مشران راوستي دي او د سيمي کنټرول يې دوی ته ورکړی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي دي، چي د مرکزي حکومت په مشرۍ يوځل بيا د طالبانو مشران په ميرعلي او ميرانشا کي مېشت سوي دی.

منظور پښتين په خپل پوسټ کي د شمالي وزيرستان په سيدګۍ سيمه کي د وړمي شپې د بريد غندنه کړې ده او ويلي يې دي چي داډول بريدونه په داسي سيمو کي کېږي چي هلته يواځي د پاکستاني پوځ واک سته او بله هيڅ وسلواله ډله شتون نه لري.

وړمه شپه په سيدګۍ سيمه کي د واده پر مراسمو د لاسي بم بريد وسو چي درې کسان يې ووژل او ۳۴ نور يې ژوبل کړه، د همدې پيښي پړه هيڅ وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.

د کارپوهانو په باور پاکستان له دې لاري غواړي چي يوځل بيا د پښتنو پر سيمو د عملياتو لپاره لاره هواره کړي او د پښتنو سيمي د ترهګرو په نومونو ونوموي، ترڅو د پاکستان حکومت خپلو کړنو ته په سيمه کي مشروعيت  ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024