دكندهار ښار دسړكونو دجوړوني پروسه پيل شوه
د قندهارښار ددرېو مهمو سړكونو دجوړونې كارد ۸۶۳،۹۴۳ امريكايي ډالرو پۀ ارزښت پۀ اساسي ډول دكليودپراختيا او بيارغونې دوزارت له خوا رسما پيل شو.ددغو سړكونو دجوړونې پۀ اړه دكليودپراختيا او بيارغونې دوزارت دساحوي دفتر مسوولينو وويل :
دغه درې سړكونه چې د اقندهار ښار داحمدشاه بابا دلېسې څخه تر ډنډ چوكه پورې ۱۲۴۰ مرتره سړك دحبيب بشر ساختماني شركت ته د ۳۶۴،۰۹۱ ډالرو ، دبريښناكوټ سړك چې ۹۴۵ متره اوږدوالي لري داسوسېتېټ ان ډولپمنټ شركت ته پۀ ۲۶۵،۰۸۷ امريكايي ډالرو ، او ده خواجه سړك چې ۱۴۶۷ متره اوږدوالي لري دعبدالله پوپل ساختÙ �اني شركت ته د ۲۳۴،۷۶۵ امريكايي ډالروپۀ قميت دازادې شفافې دوطلبې له لارې وركړل شوي دي چې دبريښاناكوټ او ده خواجه سړك به دريو مياشتې پۀ موده كې او د احمدشاه بابا لېسې او ډنډچوك ترمنځ غزيدلي سړك به دپينځو مياشتو پۀ اوږدوكې كټې اخيستلو ته چمتوشي.
ددې سړكونو مالي ارږښت دافغانستان داسلامي دولت د انكشافي بوديجې نه تمويليږي چې دپلي كيدلو سره به يې ۲۲۳ تنو هيوادوالوته د ۲۳،۳۳۲ كاري ورځو زمينه مساعده شي او دپشړيدا سره به ېې دښاريانو هغه ستوزې چې ددغو ورانو سړكونه له وجې ورته ولاړې دي كاملاً رفع شي .