که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي!
Aziz Rahman Hazim
محمدزمان ستانکزی
اته نویم کال کې ټاکل شوې د پلان مطابق ولسمشریزې ټاکنې وشي، لا غوڅ نه دي ویل شوي چې اوسنی ولسمشر هم دې ټاکنو ته دریږي که نه، خو له لومړنیو تحرکاتو او خوځښتونو ښکاري چې ممکن هو!
د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې هم افغانانو او هم لویدیځوالو ته چې د افغان حکومت ملاتړي او متحدین دي، برخلیک ټاکونکې او مهمې دي. هیڅوک ښایی افغانستان کې بیا د ۱۳۹۳ لمریز کال په څېر ولسمشریزې ټاکنې ونه غواړي چې د اروپایی ټولنې د څارونکو په وینا یو ډارونکی خوب و. افغانان باید دا ځل یو کس د ولسمشر په توګه وټاکي، داسې یو کس چې د هغه پروګرامونه او ټاکنیز شعارونه په هر اړخیز ډول وڅيړي او وروسته د چوپتیا په دوره کې د رایو ورکولو لپاره پرېکړه وکړي، دا مهمه نه ده چې هغه به څوک وي، خو دا مهمه ده چې هغه څه غواړي، دغه زورواکان او تالي څټي چې اوس د خلکو په اوږو سپاره دي، او هر څه یې چې زره وغواړي، کوي یې او ملت ورته هیڅ ارزښت نه لري، باید له صحنې لرې کړای شي په هر قیمت چې کیږي.
مونږ افغانان ډېر کړیدلي یو او د کړاو یو ستر علت مو همدا په حکومت کې ځینې شامل مشران دي، که ولسمشر غني په رښتیا هم خدمت کول غواړي، که غواړي چې ولس کې خپل نوم په زیرینو کرښو پریږدي، نو نه دې ویریږي، له هرې لارې چې کیږي، باید دا وضعیت بدل شي، حتی که د ولسمشر په قرباني کېدو سره هم کیږي، خو دا کار دې تر سره شي. خبره را نه بل چېرې ولاړه نه شي، د ترکیې انقره دې ورځو کې رسنیزه شوې ده، کوم ځای چې په کې د ولسمشر جلاوطنه لومړی مرستیال مېشت دی او په کې د عطا محمد نور، انوارالحق احدي او څو نورو کسانو په ګډون افراد په کې را ټول شوي وو او مطبوعاتو کې د لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویې پکتیا او نورو ولایتونو استازي یاد شول. کوم استازي له دوي خلک دومره نفرت لري چې مه یې پوښته، هماغه د ولسي جرګې د غړي رمضان بشردوست خبره ده چې وایی، یوه چارواکي ته مې وویل ولې د تورو ښېښو او ګولیو ضد موټرو کې ګرځې، خلک دومره نفرت او کرکه درنه لري چې ستا په خوا خو مرمئ پریږده آن یوه شګه هم نه غورځوي.
ښه نو راغله د ټاکنو خبره او هغه هم د سږ کال نه بلکې د راتلونکي کال ټاکنې، که څه هم لا وختي ده خو خلک دې په یوې کلکې ارادې سره دې ټاکنو کې ګډون وکړي، که پښتون رایه ورکونکی پښتون کاندید ته له هغه سره د ګډ قوم په دلیل رایه ورکوي، تېروتنه کوي، همداسې د نورو قومونو رایه ورکونکې هم ورته مثال دی چې باید کله هم داسې ونه شي، د ټولو ولسونو او قومونو درد یو دی، دوي چې وینئ او په لوکسو ودانیو کې ژوند کوي، یو څو تالي څټي دي، چې د خپلې ګټې په مهال یې ما او تاته ننواتې راوړي او چې کله خپلې موخې ته ورسېدل یو کیلو مترۍ کې دې هم نه پریږدي.
که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي، خلک نور نه غواړي چې بې پلانه کار وکړي، زه خپله د یوه پښتون افغان په توګه تر هغو د رایې په ورکړه کې پرېکړه نه شم کولی څو پورې چې یقیني شوی نه یم فلانی کاندید په دې دلیل په فلاني کاندید غوره دی، د هغه پلانونه د تطبیق وړ دي، او د هغه بل هسې د کاغذ خبرې دي چې له کاغده به کله هم عمل ته را ونه وځي.
د رایو په ورکړه کې باید همدې اصل ته کتنه وشي، مونږ ټول افغانان یو، په هیڅ فاړسي ژبې کورنۍ کې به داسې ونه مومې چې پښتون ونه لري او همدا راز په هیڅ پښتنې کورنۍ کې به داسې پیدا نه کړې چې دوه درې کسه یې فاړسي ژبي نه وي، خبره دا ده چې مونږ ټول افغانان یو، همدا خاوره چې افغانستان یې بولو زمونږ ګډ هېواد دی، همدلته مو خاپوړي کړي، همدلته لوی شوي یو د همدې هېواد له خاورې او اوبو مو کار اخیستی او د ټولو ګډه مور ده.
پخوا به یو څه توپیري چلندونه موجود وو چې د طالبانو واکمني کې هم دا ستونزه پراخه وه، خو نوي نظام کې خلکو پوهنې او روزنې ته مخه کړه او ځوان نسل اوس ډېر بدل شوی اوس ډېر لوی فکر کوي، یوه هزاره ورور سره کیناستم، خصوصي پوهنتون کې استاد دی، تر لنډې معرفي وروسته یې را ته وویل چې اوس زمونږ خلک هغه د څو کلونو مخکې خلک نه دی، خلک مو یو مخ بدل شوي او نه غواړي سیاسي دلالان د دوي په برخلیک لوبې وکړي. هغه ویل چې حرکت پیل شوی او په ښه لور روان دی او ډاډه دی چې یوه ورځ به رنګ راوړي.
په رښتیا هم چې خلک اوس ډېر بدل شوي، دا ستره نړئ اوس د یوه واړه کلي حیثیت لري، هر څه اوس تر کنترول لاندې دي، ډېر واړه ماشومان د کمپیوټرونو او مبایلونو استادان دي، ټچ کمپیوټر او مبایلونه کاروي، او نور هغوي په خوشې چټي خبرو وخت نه تېروي، په وړو مبایلونو کې کتابتونونه ګرځوي، معلوماتو ته لاس رسی له هرې لارې تر سره کوي او دا ښیی چې هېواد به ضرور جوړیږي، ډاډ لرم چې دا تحمیلي جګړه به یوه ورځ پای مومي، خلک به نور اړ نه وي، چې د دې سیاسي دلالانو لخوا وځوریږي، خلک به خپله برخلیک لاس کې اخلي، او د دې لپاره چې همدا کار وشي، باید د ۹۷ او اته نوي کلونو ټاکنو کې خپل ګډون فرض عین وبولو، داسې فرض لکه پنځه وخته لمونځ، څو پورې چې نه یو خوځیدلي، هېواد نه خوځیږي، او اوس چې خوځیدلي یو باید هوډ وکړو چې دغه ماته بېړۍ به تر ساحله د بریالیتوب په لور رسوو.