د فراه په جګړه کې د ایران رول
Aziz Rahman Hazim
محمدزمان ستانکزی
د اوبو لانجه د فراه له جګړې سره غوټه ده. ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي دغه خبرې فراه ښار کې کړي دي. بهرامي لومړی افغان چارواکی دی چې په دې تړاو دومره سپینې خبرې کوي. هغه وایی د فراه جګړه د سلما بند تر جوړېدو او د بخش آباد بند د لومړنیو چارو له پیلېدو سره جوخت په لار واچول شوه.
سلما بند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د هریرود په سیند آباد شوی چې تېر کال یې ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پرانیسته وکړه، دغه بند چې د هند په مالی مرسته جوړ شوی، ایران ته یې د بهېدونکو اوبو یوه کمه برخه کابو کړې ده، بخش آباد بند بیا د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې جوړېدونکی دی چې لومړني کارونه او سروې یې بشپړه شوې ده.
یاده مو وي چې ښاغلی بهرامي څو ورځې مخکې ایران ته تللی و، او لا به هغه په ایران کې و چې فراه کې جګړه پیل شوه، په خپله بهرامي دا نه وایی چې له ایراني مشرانو سره یې په څه خبرې کړي دي، خو ممکن د اوبو د مدیریت څرنګوالی د دواړو هېوادونو د مشرانو د بحث وړ موضوع واو په غالب ګمان دواړو لورو دې برخه کې په کومې پرېکړې سلا نه ده کړې.
طارق شاه بهرامي بې له دې چې د ایران او پاکستان نومونه واخلي، وویل، د افغانستان دواړه ګاونډي هېوادونه د افغانستان د جګړې ملاتړ کوي.
تل د افغانستان په جګړه او شخړه کې د پاکستان منفي رول ته څرګنده اشاره شوې خو د ایران په تړاو ډېر څه نه دي ویل شوي، کوم هېواد چې د طالبانو د ملاتړ تر څنګ یې فرهنګي یرغل هم کړی او د سني او شیعه مسالې په را پورته کولو سره غواړي هېواد کې د مذهبي نفاق ډرامه پیل کړي.
د فراه جګړه کې د طالبانو مقاومت وښوده چې هغوي د سیمې هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري. لکه چې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسن ويلي، طالبانو د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ سره په فراه برید وکړ، مونږ د افغان ځواکونو تر څنګ دریږو او له دې ځواکونو ملاتړ کوو، طالبان باید د افغان دولت د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.
افغان دولت باید د اوبو مدیریت د خپلو چارو په لومړیتوب کې راولي، که ایران غواړي چې اوبه خړې او کبان په کې ونیسي، فکر کوم په غلطه تللی دی، اوس افغانان هغه د تېرو لسیزو بېرته پاتي کسان نه دي، اوس خپلې ګټې تفکیک کولی شي، افغان چارواکي په ځانګړې توګه امنیتي او دفاعي بنسټونه باید د زیربنایی پروژو د پلې کېدو په مهال له خلکو د مرستو غوښتنه وکړي.
یوه سروې وایی چې د هغو اوبو ارزښت لسګونه میلیارد ډالرو ته رسیږي چې هر کال له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته بهیږي. دا دواړه هېوادونه افغانستان ته غله دي، دواړه نه غواړي چې دغلته دموکراسي وي او خلک آرام ژوند ولري. دواړو د افغانستان ورانولو ته مټې پورته کړي او دا افغانان دي چې د دوي له لاسه ورځ نه لري، خو لویه ګیله مو له هغو کیږي چې د دوي اجنډا او پلانونه پر مخ وړي. ونې تبر ته ویلي و، لاستۍ دې زما له تن جوړ دی نو ځکه مې په ځمکه را غورځوې او که داسې نه وای، خپله دا موخه دې نه شوای پوره کولی، اوس ایران، پاکستان او روسیه افغانان په لاس کې لري او د خپل هېواد ورانولو ته یې ګمارلي دي. دوي د هېواد وراني لوی هدف بولي، او اوس که مونږ افغانان یو او غواړو چې د هېواد برخلیک خپله وټاکو، باید دې شیطانی لوبو ته نور پای ورکړو.
د طالبانو ستره برخه جنګیالي هغه مرور افغانان دي چې د بېلابېلو دلایلو له وجې جګړې ته اړ ایستل شوي دي، خو که هغوي وغواړي، سوله ییز ژوند کولی شي، لکه چې مولوي وکیل احمد متوکل، سلام ضعیف، سید اکبر آغا او نور طالب مشران دې لار کې له وړاندې ښایسته ښه پر مخ تللي دي.
جنګ او سوله دوه متتضادې کلمې دي، ځینې مهال د سولې تامین لپاره اړتیا ده چې جګړه وکړې، خو دغه خبره افغانستان کې ځکه ډېره منطقي نه ښکاري چې د طالبانو او وسلوالو مخالفینو ستره برخه افغانان دي. هغوي باید د تهران او اسلام آباد ګټې د کابل تر ګټو لوړې ونه ګڼي. افغانان د خپل پایښت لپاره اړ دي چې یو او بل وزغمي، د یو او بل زغملو له لارې کولی شو دې دښمنو هېوادونو ته واضح پیغام ورکړو. ایرانیانو څو پیړۍ مخکې هم په افغانانو کړۍ تنګه کړې وه څو چې میرویس نیکه را اوچت شو او د ګرګین پاچاهي یې تس نس کړه.
جګړې او توطیې دې نړۍ ته د آدم (ع) له راتلو سره جوخت پیل شوې، مونږ ټول افغانان د خپلو بدمرغیو اصلي عاملین پاکستان او ایران یادوو خو له ځان نه مو کله دا پوښتنه کړې چې زمونږ رول دې ویجاړونکې برخه کې څومره و.
افغانان اوس داسې یوه وضعیت کې نه دي چې د ناندریو او جګړو له لارې هېواد خوندي کړي، د هېواد خوندیتوب لپاره ملي پیوستون ډېر مهم دی، دغلته (افغانستان ) کې لوی او درانه ولسونه پراته دي چې بیلابیلو ټبرونو پورې تړاو لري خو ټول افغانان یادیږي. طارق شاه بهرامي د دفاع وزیر دی، که زه هم ووایم چې ایران جګړه کې ښکېل دی او نوموړی هم دا خبره وکړي، آیا منطقي ده، په ځواب کې وایو چې نه ځکه هغه د دفاع وزیر دی، د جګړې او سولې قومنده ور له غاړې ده، هغه باید ژمي کې ځپونکي عملیات پلان کړي وای، څو جګړه دې سرحد ته نه وای را رسېدلې، دا منو چې د افغانستان جګړه کې ګاونډیان لویه برخه لري، خو خپلو کې ډېر منظم نه یو. کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، دوي خبر و چې طالبان په فراه ښار بریدونه کوي خو په وینا یې د امنیتي ادارو تر منځ چارو کې نه همغږي او د پلان نه شتون هغه څه دی چې طالبانو په فراه ښار بریدونه وکړل. د امنیتي ادارو تر منځ همغږي او ښه حکومت هغه څه دي چې ستونزې کابو کولی شي.
هماغه مشهوره معقوله ده چې وایی، که یوموټی نه شو ورکیږو.
پای