په کليفورنيا کښي د لوی افغان د ټولني خبرتيا او غندنه

د لراوبر اداره | جولای 21st, 2008


درنو هېوادوالو؛
مونږ د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او ټولې څانګې د لطيف پدرام  (د په نامه ملي ګنګرې )ګوند مشر وروستۍ  بې مسؤليته ، ملي  او افغاني ضد څرګندونې  چې د (خره ،اسان ) په نوم يوی تلويزيوني خپرونې سره ېي لرلې ، په کلکه غندو او د افغانستان د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دا افغان ضد اشخاص او ډلې ټپلې په قانوني توګه مجازات کړي٠
همداشان د هېواد دسترې محکمې له چارواکو  څخه  په  درناوی  سره غوښتنه کوو چې  د هغو ګوندنو  او اشخاصوچې  په ملي  او  افغاني ضد څرګندونو سره غواړي د ورنو قومونو تر مېنڅ  فاصلې او توپيرونه مينڅ ته راوړي  او د مغرضو ګاونډيانولاس پوڅي او ا جيران دي   ، د دوی حقوقي  فعاليت  صلب  او يا وڅنډوي ٠


په درنښت


د لوی افغان  ټولنه  د ٢٠٠٨ کال د جولای د مياشتې١٧مه  کليفورنيا

Copyright Larawbar 2007-2024