افراسياب خټک: پښتنو د انګريزانو څخه دازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې، خو د ښې ورځي خاوندان نه سول
Aziz Rahman Hazim
د ډيورنډ پوري غاړي ته پښتانه سياست پوهان وايي، پښتنو د انګريزانو پر وړاني ډېري قربانۍ ورکړې، خو ددوی حالت هيڅ ورسره ښه نه سو.
افراسياب خټک هم يو له هغه سياستمدارانو څخه دی چي په سيمه کي د پښتنو د فعاليتونو او د هغوی پر حالاتو له نږدې څار لري.
نوموړي په يوه مرکه کي ويلي دي، چي پښتانه يواځينی قوم دی چي په حقيقي توګه يې د انګرېز د استعمار پرضد قربانۍ ورکړي دي، او په مودو مودو زندانونه يې تېر کړي دي خو له بده مرغه د ازادۍ څخه وروسته هم پښتانه د ښې ورځې خاوندان نه سول.
نوموړی وايي، پښتانه په ځانګړي ډول د پاکستان له جوړېدو سره سم د ستونزو سره مخ سوي دي.
نوموړی وایي، د پښتنو سيمه د دوو سترو ښکېلاکګرو ترمنځ د سيالۍ مرکز وو، چي يوې خواته د برتانيې واکمني او بل لور ته روس وو، چي ددواړو ترمنځ د سترو لوبو په منځ کي پښتانه ټوټې ټوټې سوي دي.
د خټک په وينا، که اوس وکتل سي د پاکستان له جوړېدو څخه ۷۱ وروسته قبايلي او نيمه قبايلي سیمې په سختو حالاتو کي ژوند کوي، د هغوی لومړني حقونه هم ترې تلف سوي دي.
افراسياب خټک په خپلو خبرو کي وويل، له تېرو ۴۰ کالو راهسي د پښتنو پر خاوره داسي جنګ روان دی چي دوی نه دی پېل کړی خو په دوی ورتپل سوی دی. اوس هم د ډېورنډ د کرښي دواړو غاړو ته په زرګونو خلک ژوند له لاسه ورکوي او په حقيقت کي د پښتنو حالت ډېر بد دی.
نوموړی وايي، تر ۱۹۴۶ کال پورې په پنجاب کي د ازادۍ هيڅ تحريک نه وو او هماغه وخت باچا خان او خدايي خدمتګار د ازادۍ لپاره په جېلونو کي وه .
په دغه وخت کي په پنجاب کي د يونينسټ په نوم يوه پارټۍ وه چي هغوی ويل انګرېزان ښه دي، خو نن هماغه پنجاب له پښتنو څخه حقوق اخيستي دي او د پښتنو ژوند او حالت د اندېښنې وړ دی.
خټک زياتوي، که پښتانه د نورو سره پرتله کړل سي نو پښتانه د نورو ازادو خلکو په څېر د ازادۍ په خوند نه دي پوه سوي.