شعر دشاعرداحساس اوکلام هندارده
Aziz Rahman Hazim
لیکونکی: محمدسرور وکیلي
دکلاسیک شعر جوړښت تړلی په بدلمېچ پوهني،قافیه پوهني پوري دی .کله چي شعر په دغه چوکاټ کي سم وو یاني وزن او تقطېع ئې سمه وه شعر دی. څر نګواله دشعر:
شعر دشاعرنازک خیال اوآغېزمن احساس دی، کله چي دی له خپل چاپېریال اوپکښې له خپلي ټولني درنګارنګ حالاتواوپیښوتر آغېزي لاندي راسي شعر وايي . دغه شعر له خیالونو احساساتو ډک راڅرګندیږي . هرڅومره چي شاعردخپل ژبي پر کلام مړوچی وي اوپر ادبپوهنه لاس بری وي هوغومري ئې شعراوچت اومنځپانګه ئې لوړه وي؛شعرئې خوندور اودښکلاډک وي . دشاعردشعردکلام توان اوځواک دده په غزل کي راڅرګندیږي.
هرشاعربه په مقام دخوشحال یامولانانسي** ورکړی دوی کلام ته خوندورنګ چي بل دانانسي «وکیلي»
دشاعرپه غزل کي د ده آند، واند، درک، احساس اونازک خیال راڅرګندیږي. کله چي لوستونکی دکوم شاعر شعر لولي (داباید وویل سي چي لوستونکی هم باید ادیب اوشعرپوه کس وي.) نو دی دشاعر په احساس،نازک خیالۍ اوآغېزمندتیاپوهیږي اودرکه وي ئې.
دشعردښکلااوموزونتیانه ئې خونداخلي. که موږ اوس ددغه پورته وییني په تائید سره د(نازوانا) څلوریزه وګورو چي دي شاعري په کم یوعالي خیال اواوچت فکرسره ګړي رانغښتي، موزون کړي او دمنځپانګي ډکي اودخپل آند له ټال ئې په خیالي دنیاکي ګل انځورکړی اوبیائې دګل له خولې څخه دده لنډژوند راتمثیل کړی.
دې ته وایي دشاعراوچت مقام اونازک خیالي. اوس ئې د دې عالي مقامي ( انا) څلوریزه له پټي خزانې نه را اخلو او ګورو ئې.
[سحرگه وه دنرگس لېمه لانده**څاڅکي څاڅکي یې له سترگوڅڅېده ماویل ښکلې گله ولې ژاړې؟**ده ویل ژوندمې دی یوه خوله خندېده]
په دې نازک خیاله ښکلې اوعالي څلوریزه کي څه یو لوی زړه وړونکی مفهوم پروت دی،چي داکلمې ئې په څلوریزه کي داسي سره راغونډي کړي اوسره موزون کړي،چي ته به وائې رښتیاهم دي آغلي مېرمني له ګل سره خبري کړي؛ ګل ئې پوښتلی اوګل ئې پوښتنه ور بیاکړې. شاعري دشعرکلام په ډېره خوږه اونرمه ژبه اداکړی چي پورته هم نه جوړیږي.
که اوس دنورو اوچتو شاعرانو وشعرونوته ځیرسواوددوی ونازک خیالئ ته وګورو دابه راته وښکاري،چي په ډېر لوړمفهوم کي ئې داسي ګړي رانغښتي دي،چي ته به وائې له ملغلروئې امېل جوړکړی. دلته به ددوشاعرانو غزلو ته پام ورواړه وو:
لومړی خوشال بابا: خوشال بابا دپښتو ژبي ناموتو،عالی مقامه نازک خیاله شاعردی،چي جوړه نه لري. دخوشال بابا دیوان یاکلیات په رښتیا سره یو بحر دی،چي له تَلّ څخه ئې ملغلري او(یاقوت) راووزي. خوشال باباپخپل شعر ویلو کي (ریالیست) دی. هرشی،هره پېښه چي خوشال بابا لېدلې یاپرده راغلې هغه ئې هم هغسي پخپل شعرکي مجسم کړې. دده غزل ډېرپه زړه پوري له پنده ډک آغېزناکه اوخوندور له ښکلا او منځپانګي ډک دي. د ده له کلیات نه یو غزل ګورو:
تُـــوّره چـــي تــېــریـــږي خــوګــذارلــره کـــنــه**زلفي چي ولول سي خوخپل یار لره کنه
ولــي راتــه وائـې چي پــرښـکلــو نــظر مـکــړه**سترګي چي پیدادي خودیدارلره کنه
شیخ دي لمونځ روژه کازه به ډکي پیالې اخلم**هرسړی پیدادی خپل خپل کارلره کنه
تـــاوې چـــي زمــا دخـــولــې بـوسه لکه دارو ده**غـــواړم دادارودزړه پــرهـــارلـــره کنه می شته چنک ونی شته دخپل یارسره خوشحاله**خپل بیاض په لاس کي ځه ګلزارلره کنه
رښتیاهم کله چي سړی په ګل بڼ ورننوزي؛ نورنګارنګ ښایسته ګلان ویني،چي یوتربله ښایسته دي. نه پوهیږي چي اوس کوم ګل ته لاس ور وغځه وي؛داځکه چي دبڼ ګلان یوله بل نه ښایسته دي. سړی پکښې ورک سي. دغه کانه په ماهم وسوه ؛کله چي مي دخوشال بابا کلیات راواخست،چي یوغزل ئې پکښې خوښ کم؛ هرغزل چي به مي لوست یوتربله خوندور له منځپانکي ډک اوموزون به وو. ډېر وخت زما په دغه کي تېرسو،چي په پای کي مي دغه پورته غزل ځیني خوښ کی. دشاعر له غزله د ده احساس، نازک خیالي اوآغېزمنتیاله حالاتو نه ځرګنده ونه کوي . او ادبي واک ئې ښکاري، چي دی څومره پرخپل ژبه واکمن دی او دشعر له بحر ه ئې دا راواضح کیږي، چي دی څومره اوترکومه بریده پر عرضومړوچی دی . اودبدلمېچ له مخه دخزم څخه خلاس دی . نو هلته ښکاري، چي شاعرډېر نازک خیاله اوظریف احساس لري .
شعرڅرنګه چي لیدل کیږي دخبرو دموزون کولواونظمولو لوی هنردی، چي په دغه هنر کي خوشال بابا یقیني لوی ماهر او اوچت لاس لري . ده پخپل شعري ادبي کلام کي پښتو ژبه مړوچه اوادبي میدان تې راایستلې . خوشال بابا خپل له عزم او اېرادې (اراده) سره سم اشعارویلي دي. یوعربي ادیب ژبپوه وایي : که چاخبري کولې اولکه شعر داسي وي،چي په قافېي باندي هم سمې وي خو شعر یاني غزل نه دی، داڅکه شاعرباید دشعر او دشعرموضوع ته قصد ولري . که له عزم سره شاعر شعروایي نودغه شعربلل کیږي . داخبره دامانا لري، چي شاعر بایداېراده(اراده) دشعروکړي نو شعر ووایي .شاعرترډېره بریده په ټولنه کي کله چي دټولني له حالاتونه ترآغیزي لاندي راسي؛هلته سم شعروایي .
کلاسک مقفي شعر دبدلمېچ پوهي له مخه، چي پخپل تقطتع ، بحر ،قافېي او(روي) کي سم وي شعردی . دائې بنسټیز شرط دی .
اوس دیوبل پښتوشاعر ظریف خیاله او نازک احساسه شعر ګورو،چي دغه لوړخیالی شاعر عبدالحمید ماشو خیل دی . چي د ده شعرو ته خلک دُرو مرجان وایي. هرشعر ئې چي ګورې یوتربل خوندور اودماناډک شعرونه دي،چي سړی پکښې ورکیږي . سربرېره پردې مي لاهم وکولای سوای،چي دغه لاندي شعر وټاکم :
چــي ناظردساده رویوپه رخسارشــم**په داشمعي پروانه غوندي نثارشم کــه هــرڅـوپه صبــرزړه ټولوم نه شـي**بې اختیاره لکه موم ویلي په نارشم غُنچه خوله چي په خبروراته وا کړي**دنرګس په څېر کوزګورم شرمسارشم دم قــدم ئې پــه پــې یــــل دزړه د دُورو**دراستۍ په ستن وهلی نری تارشم چـــي نــااهــلو ته داهــل ویـنــا وایـم**زه حمیدبه دمنصورپه شان په دارشم
شعر هغه وړانګه ده،چي دټولني دپیښو،ناخوالو،خوږمنو،هیلو، دردونو،غوښتونو،کمی اوخوښۍ،په درشل کي دشاعرداحساساتو دراپارولو او آغېز منتیا کي راځلیږي،چي شاعرپه سوزو ګداز راولی اوځلائې لکه په پورته دحمید ماشوخېل په شعر کي را څرنګدیږي.
دغه نازک آغېزمن سوی په ږغ راغلی احساس دشاعر شعر جوړه وي اودشعرمنځپانګه ئې د ده دکلام ځواک په ژبه کي څرګنده وي . هرڅومره چي شاعر پر خپل ادبي ژبه ځواکمن وي اوپرشعرویلو لاس بری وي هغومري ئې شعر اوچت خوندور اودمنځپانګي نه ډک وي . په پای کي دخوشال بابا یوشعر وړاندي کوم :
پـه دانـامــي دنــاپــوه دیـــدن الــــــم دی**دنــــاپــوهــــودصحبت نتیجه غــــم دی
چــي دانامــي دنادان ســره ګــــډون کـا** دائې واړه په خپل ځان باندي ستم دی بدسړی که پــه ظـاهرســړی لیـــده شـي**په باطن کښې نورڅه نه دی مارلړم دی دبدانوپه صحبـت کښې دین دنیــاځي**شـــک په داخـــبـــره مــه وکـړه قسم دی دناپـــوه ســره په جشـن حاضـرمـه شـې**ددانـــاســــره قـــبـــول کــړه کـــه ماتم دی که بې عقل تریوسف ښایسته روغ وي**دخــوشحال خټک په پوه یوصـنـم دی
دخوشال بابادغه شعرته چي دعرضو له مخه ورته ګورسره تړلی سپور منظم مردف په قافیه سم یو ډېر اوچت شعر دی. دادبي کلام له نظره چي ورته ګورې دماناډک له پنده ډک دټولني له زړه څخه راوتلی خوندور شعر دی. د خوشال بابا احساس،خیال داښیي، چي د نادان دحالت نه سخت آغیز من سوی اوپه سوزوګدازراغلی دغه شعر ئې ویلی دی.