کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کي خلګو د پاکستاني پوځ پر ضد لاريون پیل کړی دی

په شمالي وزيرستان کي خلګو د پاکستاني پوځ پر ضد لاريون پیل کړی دی

د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کي د سيمي ځوانانو او سپين ږيرو پراخ لاريون پيل کړی دی او د حکومت د هغه کړنو غندنه کوي چي د سيمي د خلګو سره ئې کوي.
د يادي علاقې خلګ وايي، چي پوځيان او حکومتي عسکر ئې کورونه په غير انساني شکل تلاښي کوي، ځوانان او مشران له کورونو باسي، لاسونه ئې ورتړي، په ورځو او شپو ئې بنديان کوي.
د سيمي خلګ وايي، چي د حکومت د غير انساني چلند پر ضد ئې پرلت پيل کړی دی.
د پرلت يو ګډونوال وايي، حکومتي سرتېري مو له کورونو راباسي، ښځو ته مو بد رد وايي او سپين ږيري مشران مو لاس تړلي په ورځو او شپو بنديان وي.
د سيمي يو بل اوسېدونکی وايي: ”دوې ورځي وړاندې ئې په سیمه کي د شپې مهال یوه چاودنه سوې وه، نو په دا سبا ئې په کلي کي پاکستانیو ځواکونو عملیات پیل کړل. بې له اجازې کورونو ته ننوتل، له هغه پس خلکو ته زیاته غوسه پر دې ورغله چي واړه ماشومان ئې د سهار له اوو بجو د مازیګر تر شپږو بجو سرې غرمې ته درولي وه. خلکو پر دې پېښه نور خپل زغم وبایلی او لس کلومیټره له ټیټۍ مداخېله تر سپین وامه پلي ولاړل. او اوس دلته پر پرلت دي.”
په دغه پرلت کي له نږدې سيمو څخه د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر پلويان هم ورټول سوي دي.